Jan 14, 2022 14:40 Asia/Kabul
  • امریکا په بغدادکې په خپل سفارت حمله تایید کړه

د امریکا سفارت نن سهار په یوه ټویټری پیغام کې ولیکل د دغه سفارت په ودانۍ پرون مازیګر ترهه ګرو ډلو حمله کړی ده .

د ایرنا له راپور سره سم د امریکا سفارت نن سهار په یوه ټویټری پیغام کې ولیکل د دغه سفارت په ودانۍ پرون مازیګر ترهه ګرو ډلو حمله کړی ده .

له دې مخکې د صابرين نيوز راپور ورکړی وو  په بغداد کښې د امريکا د سفارت التوحيده دريمې اډې باندې پرون د ناپېژندل شويو ځواکونو لخوا دوه راکټونه ووېشتل شول.

له دغو چاودنو وروسته د امریکاسفارت ته تلونکې ټولې لارې وتړل شوې.

همدارنګ د دغې حملې د يوې ويډيو خپرېدل ښودنه کوي چې د امریکاد فوځ سيرام دفاعي سېسټمونه په دائمي توګه له ويشتل شويو راکټونو سره د مقابلې په حال کښې دي.

د ويلو ده چې تر اوسه د عراق هيڅ يوې مقاومتي ډلې د دغې حملې ذمه واري په غاړه نه ده اخېستې. همدارنګ د امريکې سفارت ته د رسېدلو مال او سر تاوانونو په اړه هم لا څه رپوټ نه دے خپور شوے.

د بغداد او واشنګټن د حکومتونو د موافقې له مخې ټاکل شوې وه چې امريکائي نيواکګر ځواکونه د تېره ميلادي کال تر آخره پورې د عراق له خاورې ووځي

په داسې حالاتو کښې زياتره عراقيانو او د مقاومت ډلو اعلان وکړ چې په دغه هېواد کښې د امريکائي ځواکونو د شتون په صورت کښې هغوي خپل حق بولي چې له تيريګرو او نيوانګرو سره مقابله وکړي.

 

ټیګونه