Jan 15, 2022 06:36 Asia/Kabul
  • له ۳۰ زره زیاتو فلسطینیانو په الاقصی جومات کې د جمعې په لمانځه کې ګډون وکړ

د اسرائیلي رژیم د ځواکونو له لوري د ځورونو سره سره، تر ۳۰ زره زیات فلسطیني وګړي په الاقصی جومات کې د جمعي د ورځي په لمانځه کې ګډون وکړل.

د «تسنیم» له راپور سره سم، د صهیونیستي رژیم وحشي ځواکونو د الاقصی د جومات په چارچاپېر کې ځای پر ځای شوي وه تر څو د جمعې په لمانځه کې د فلسطينیانو د ګډون مخه ونیسي، خو دې ټولو سره سره، د جمعې لمانځه د لسګونو زرو فلسطينيانو په ګډون سره په پرتمینې توګه تر سره شوه.

په دې وروستیو کې صهیونستي رژیم د الاقصی جومات په ضد خپلو تخریبي فعالیتونه زیات کړي او په بېلابېلو پلمو سره، د مسلمانانو دغه تاریخي جومات د فلسطینیانو د تګ مخه نیسي او د هغه په چارچاپېر کې په کېندنو لاس پوري کړی دی.

 

ټیګونه