په اماراتو کې د یمن طوفان په نامې سره مو بریالی عملیات کړي
د یمن دپوځ ویندوي زیاته کړې ، اعلان کوم چې که په یمن باندې تیریو ته متحده عربی امارات بیا دوام ورکړي ،نو باید یاد دې وساتي چې دغه هیواد به هم په امن کې پاتې نشي .
ایرناخبری اژانس د المسیره ټيلیویژنی چینل له قوله راپور ورکړ ،د یمن دپوځ ویندوي یحیی سریع پخپلو یو لړ څرکندونو کې ووئیل د یمن دپوځ او ولسی مبارزو کمیټیو د ډرونز اوتوغندوي یونټ د ؛ یمن دطوفان : نومې عملیاتو کې دمتحده عربی اماراتو د دوبئ او ابوظبئ هوائي ډګرونه ،په المصفح سیمې کې د تیلو چاڼځاي او یو شمیر نور حساس او مهم پوځي تاسیسات په شیشت کې راوستل شوي دي .
دیمن دپوځ ویندوي ووئیل ، دغه عملیات په پنځو بالسټیک او کروز توغندیو او کابو شلو ډرونز الوتکو سره په بریالیتوب سره ترسره شوي دي
یحیی سریع زیاته کړې ، دیمن پوځ پرون په یولړ عملیاتو کې دتیریو د دوام په بڼه کې د سختو اودردناک ګوزارونو په باب تیریګرو هیوادونو ته په ورکړل شوو خپلو خبرداریو باندې عمل وکړ او وې ښودله چې د خپل ټاټوبی د دفاع په خاطر به مخه نیونکو اقداماتو ته په جدیّت سره دوام ورکړي .
هغه ووئيل ، په متحده عربی اماراتو کې دیره بهرنیو ښاریزو ، بهرنیو شرکتونو او اماراتي ښاریزو ته خبرداری ورکوو ،څو د خپل ژوند دساتلو په خاطر دې له حساسو مرکزونو اوتاسیساتو لیرې ووسي .
د یمن دپوځ ویندوي زیاته کړې ، اعلان کوم چې که په یمن باندې تیریو ته متحده عربی امارات بیا دوام ورکړي ،نو باید یاد دې وساتي چې دغه هیواد به هم په امن کې پاتې نشي .
د متحده عربی اماراتو رسمي خبری آژانس له دې مخکې اعلان کړی ؤ چې پرون ماسپښین دابوظبئ په هوائي ډګر او د ادناک تیلی شرکت په تاسیساتو کې چاودنې شوي اویو شمیر کسانو ته مرګ ژوبلې اوښتي دي چې په وژل شوو کسانو کې یو پاکستانی او دوه هندوستانيان هم ترسترګو کیږي .