Jan 19, 2022 15:18 Asia/Kabul
  • امارات دې ځان د یمن دکلک غبرګون لپاره تیار کړي

،ترهغه وخته چې کلابندي او تیري دوام  ولري ، د ځواب وئيلو او مخه نیونې انډول به  هم دوام ولري او لا سټراټژيک او حیاتي دریځونه  به  رابرسیره شي .

 زمونږخبریال راپور راکړد یمن د ملی نجات حکومت یو مسئول مقام علی القحوم نن په یوه پیغام کې لیکلي دي ،دیمن په ضد به د  متحده عربی اماراتو  د جنایتونو په وړاندې چُپه خوله کښې نه ني . 

 القحوم روښانه کړې ،دځواب وئیلو ټاکنه  هماغه راز پخپل ځاي پاتې ده  او امارات دې  د یمن د لازیاتو اوسختو حملو لپاره ځان تیار کړي .د اماراتو لپاره به دامریکا او اسرئيلو ملاتړونه هیڅ کارندوالی ونه لری،مونږ به ددغه هیواد مرکز په شیشت کې راولوو. 

 د یمن دغه حکومتي چارواکي  ټينګار کړی ،ترهغه وخته چې کلابندي او تیري دوام  ولري ، د ځواب وئيلو او مخه نیونې انډول به  هم دوام ولري او لا سټراټژيک او حیاتي دریځونه  به  رابرسیره شي .

 متحده عربی اماراتو په همدا وروستیو کې پر یمن خپلې حملې زیاتې کړي او خپل تالي څټي ځواکونه ئې  چې  داعشي تکفیریانو بانډې مشتمل دي ، دیمن په جنوب کې شبوه  ولایت ته د حملو لپاره لیږدولي دي .

 د یمن  دپوځ او ولسی مبارزو کمیټیو توغندوي او ډرونز یونټونو ، د دوشنبې  په ورځ  ددغو تیریو  د ځواب په یوې برخې کې دا ماراتو دابوظبئ نړیوال هوائي ډګر او د آدنوک تیلی شرکت ټینکرې  په لسو بالسټیک توغندیو او شلو ډرونز سره وویشتې  چې  وئیل کیږي ، درې کسان پکې وژل شوي او یو شمیر نو ر هم ټپيان شوي دي او د غو سیمو ته ئې دير تاوانونه هم اړولي دي .

 

ټیګونه