Jan 21, 2022 13:26 Asia/Kabul
  • د یمن پرضد د عربستان کلابندۍ باید ختمه شي

زمونږ خبریال وايي د یمن د ملي ژغورنې د حکومت ویاند محمد عبدالسلام ټینګار وکړ د یمن مسله د تیري په ختمیدا او د کلابندۍ په لغو کیدا سره هواریږي .

هغه نن په ټویټر پاڼه کښې ولیکل د یمن مسله هماغه ډول چې تل مو تینګار کړی دی په لومړي(۱) پړاو کښې د یمن د خلکو پرضد د سعودي عربستان د تیریګر ائتلاف د تیریو په ختمیدا سره حل کیږي .

عبدالسلام وویل د تیریګرو هیوادونو د ظالمانه کلابندۍ او د تیریګرو په جنایتونو باندې سترګې پټول او د غبرګون د ښودلو په هکله هرډول دریځ له جلاد سره مرسته کول دي او اور نور پسې بلوي .

د سعودي عربستان د تیریګر ائتلاف جنګي الوتکو بیګا د یمن په الحدیده ولایت کښې په یوشمیر سیمو بمبارې وکړې او له کبله یې تراوسه درې (۳) ملکیان وژل شوي او اولس (۱۷)نور ژوبل شوي دي .

د ماشومانو د ملاتړ صندوق یونیسف(UNICEF) او د روغتیا د نړیوالې ادارې ډبلیو ایچ او(WHO) په شمول ملګروملتونو ته اړونده ادارو په ځلونو خبرداری ورکړی دی چې په یمن باندې د تیریګرو هیوادونو د حملو له کبله د دغه هیواد خلک له قحطۍ او یوې(۱) انساني غمیزې سره چې په تیرې یوې (۱) پیړۍ کښې یې ساری نشته مخامخ دي .

 

ټیګونه