Jan 22, 2022 16:04 Asia/Kabul
  • په یمن کې په زندان په حملې کې د عربستان ستر جنایت او  ورباندې غبرګونونه

د سعودي ائيتلاف جنګي الوتکو د یمن په شمال  کې په صعده ولایت کې په یوه زندان باندې په حملې سره  لږترلږه اوه اویا کسان ووژل  او کابو دوه سوه دیرش نور ئې ټپیان کړل .

د ۲۰۲۲کال په پيلیدا سره  د یمن جنګ ، له سعودیانو او اماراتیانو سره د یمن والو دلازیاتې ښکلیدا شاهد دی . اماراتیانو  دیمن په لور له وسلو ډکه یوه کشتۍ  روانه کړې  چې دغه کشتۍ دیمن په سمندري حدودو کې د ملی نجات حکومت د سمندري ځواک   مامورانو ودروله . د یمن والو دغه اقدام په جنګ کې د سعودي ائيتلاف  لپاره یو مهم شکست ؤ .

 یمن والو  له دې مخکې څو ځله  ماتحده عربی اماراتو ته په جنګ کې د ګډون په باب خبرداري ورکړي وو  او  له وسلو د ډکې کشتۍ په لیږدولو کې د ابوظبئ  له اقدامه وروسته ، یمن والو  هم د ابوظبئ په ضد د طوفان په نامې سره  عملیات ترسره کړل  او دابوظبئ  هوائي ډګر او یوه صنعتي سیمه ئې  په بالسټیک توغندیو او ډرونز سره وویشته چې یو لړ مرګ ژوبلې ئې واړولې .

 په دریمې ډغرې کې ، سعودیانو د جنورۍ  دیویشتمې په سهار وختي ، دیمن په صعده ولایت کې په یوه زندان حمله وکړه  چې دا یو ښکاره وحشي جنایت ؤ .د سعودي ائيتلاف په دغه هوائي حملې  کې لږترلږه ۷۷کسان ووژل شول او دغه راز ۲۳۰نور هم ټپيان شول  چې تقریبا ټول غیر پوځي خلک وو . 

 سعودیانو په دغې حملې سره دوې موخې تعقیب کړې .

سعودیانو هڅه وکړه ، په دغې حملې سره د ابوظبئ په ضد دیمن والو د طوفان نومې عملیاتو  غچ واخلي. په  حقیقت کې  دریاض هڅه ددې حملې په چوکاټ کې وه ، چې وبریښوي  هماغه شان دعربستان او اماراتو ترمینځ  دیمن  د جنګ په ضد غږملتیا موجوده ده  او یوډول  په دغه جنګ کې د اماراتو لازیاته  ملګرتیا ئې ترلاسه کړې ده .

 له بل پلوه سعوديانو دغه حمله د یمن والو ته دخبرداري په ورکول او د دوي   په نزد د ویرې او وحشت  د رامینځةکولو  په موخې سره کړې او هڅه ئې کړې ده ، دغه پیغام منتقل کړي ، چې د عربستان  یا اماراتو په ضد  دیمن والو د حملو دوام به د دوي له سخت غبرګون سره مخامخ شي .په همدې لړ کې  د یمن د انصار ا... ولسی غورځنګ  د سیاسی شورا یوه مسئول مقام محمد البخیتي  ټینګار کړی،چې د سعودي اماراتي تیریګر ائيتلاف  هدف،له وروستیو جنایتونو څخه د یمن والو  ویروَل دي .

یوه داسې موضوع  چې په صعده او نورو سیمو باندې دسعودیانو دحملو په باب  شته،د نړیوالو او رګانونو او لویدیځي قدرتونو انفعال او منزوي کیدا ده .په داسې حال کې په ابوظبئ د یمن والو  د دوشنبې حمله د امنیت شورا او لویدیځي قدرتونو پیاوړي غبرګون سره مخامخ شوي  او انصار ا....ئې محکوم کړی ؤ ، په غیر پوځی کسانو ئې دسعوديانو حملې ته هیڅ جدی غبرګون ونه ښود.   

د امریکا خارجه وزیر انتوني بلینکن  په یوه ټولنیز پيغام کې دسعودي ائيتلاف  حملې ته په اشارې سره لیکلی دي ، په درست یمن کې د نښتو  او حملو زیاتیدا باید پاي ته ورسیږي . مونږ له درستو لورو غواړو ، چې د شخړې د ختمولو لپاره  یوې ډيپلوماټيکې او سوله ایزې  حل لارې ته ژمن شي ،  د یمن  خلک په سولې  کې او د خپل راتلونکي په ټاکنې کې غوره دي .

د ملګروملتوسرمنشي آنتونیوګوتریش هم دسعودیانو د جنایت له محکومولو پرته، د یمن جنګ درستو لورو ته یادونه کړې چې د غیر پوځي خلک او غیر پوځي بیخ بینائيو په ضد حملې  په نړیوالو بشر دوستانه قوانینو کې  منع دي . د ملګروملت سرمنشي همداراز ددغو حملو او ځواب وئينو په باب دسملاسي ،شفافو او اغیزشیندونکو  څیړنو غوښته وکړه .

 بې شکه  دغه شان انفعالی  او حتی ملاتړي غبرګونونه ددې سبب شوي چې  د یمن په ضد د سعودي ائيتلاف   دجنګ  اوم کال هم په ختمیدا دی . په دغه شان شرائطو کې  یمن وال  له دغو جنایتونو سره دمقابلې یوازینۍ حمله چورلټ ځواب  ګڼي . د یمن د انصارا ... ولسی غورځنګ دسیاسی شورا غړي  محمد البخیتي  په ډې باب ددغې ټکي په بیانولو سره چې  دغه هیوادونه هرڅومره  جنایتونه کوي ،د یمن ملت ورته نه تسلیمیږي ، ټينګار وکړ ، هغه جنایتکاران به چې  دغه جرمونه کوي ، سخت پښمانه شي .

 پر دې اساس ، د ډيپلوماسۍ  لارو چارو ناکامۍ ته په پام سره ،باید  له سعودیانو ا و اماراتیانو سره دیمن والو د ډغرې د لاسختیدا  په تمه ووسو . په همدې لړ کې  هم د یمن د وسلوال ځواک  ویندوي یحیی سریع  له هغو بهرنیو شرکتونو چې  په متحده عربی اماراتو کې شتون لري ،  غوښتي له دغه هیواده  دې ووځي  څو د یمن والو دحملو  له امله دوي تاوانونه ونه ویني .

Image Caption

 

ټیګونه