یمن کښې د سعودي ائتلاف جنایتونو ته ولسي غبرګونونه دوام لري
Jan 24, 2022 06:41 Asia/Kabul
په یمن کښې د تیري ګر سعودي ائتلاف جنایتونو ته د خلکو غبرګونونه لاهم روان دي او له هیواده بهر ډیر یمني اقلیتونو د عربستان او اماراتو د سفارتخانو مخې ته د اعتراضي غونډو غوښتنه کړې ده
د العالم چینل د رپورټ له مخې، د لبنان او بحرین په شان یوشمیر هیوادونو او غزه کښې هم د یمن په صعده ولایت کښې د تیري ګر سعودي ائتلاف د جنایتونو په غندنه کښې اعتراضي تجمعات شوي دي او خلک د یمن خلاف د جنګ د سمدستي بندیدو غوښتنه کوي.
له بلې خوا سلګونو نړیوالو او مرستندویه ارګانونو هم د صعده د جنایت له ترسره کونکو د تفتیش او د حقیقت لټونکې کمیټې د جوړیدو غوښتنه کړې ده.
د یمن د ولس خلاف د سعودي او اماراتي تیري ګرو له جنایتونو سره هممهاله په ټول یمن کښې د انټرنیټ سروس او نیټ ورک بند شوی دی.