د صهیونیسټي رژیم په جیلونو کښې ۱۱۰ فلسطیني اسیران په کورونا ککړ شوي دي
Jan 24, 2022 06:43 Asia/Kabul
د فلسطیني اسیرانو کلب بیګا وویل: د عوفر زندان پّ ۱۷ او ۲۲ برخې کښې تقریباً ۱۰۰ تنه اسیران په کرونا اخته شوي دي
ایرنا خبري آژانس د فلسطین د معا خبري ویب سایټ له قوله لیکلي چې د فلسطیني اسیرانو کلب زیاته کړه: د نائل البرغوثي په شمول ۱۰ تنه فلسطیني اسیران هم په «ایشل – بئر السبع» جیل کښې په کرونا اخته شوي دي.
د بشري حقوقو ارګانونو د صهیونیسټي رژیم په جیلونو کښې د کرونا د خپریدو په وجه د فلسطیني اسیرانو د آزادۍ غوښتنه کړې وه خو صهیونیسټي چارواکو له دغو غوښتنو سره مخالفت وکړ.
د صهیونیسټي رژیم په بند کښې د فلسطیني اسیرانو شمیر ۴ زره او ۶۰۰ تنو ته رسیدلی دی.