Jan 24, 2022 12:27 Asia/Kabul
  • د یمن فوځ د عربستان او امارات په خاوره ځوابي بریدونه کړي

نن سهار وختي د یمن فوځ په عربستان او اماراتو باندې ځوابي بریدونه کړي دي چي یرغلګرو هیوادونو ته یې ګڼ زیانونه یې اړولي دي.

د المسیرې له راپور سره سم، په یمن باندې د عربستان او د اماراتو د یرغل د دوام په ځواب کې د یمن فوځ د عربستان او امارات په خاوره پراخ بریدونه کړي دي.

د یمن فوځ له لوري تر ځوابي بریدونو وروسته ځینې رسنۍ  په ابوظبي کې د څلورو لویو چاودنو خبر ورکړی دی.

ابوظبي کې د خطر زنګ وهل شوی او د توغندیو او بې پیلوتو الوتکو سره د مقابلې لپاره د دې هیواد د هوایي دفاع سیسټمونه فعاله شوي دي.

د بلي خوا څخه بیا د سعودي رژیم هم اعلان کړی چي د دې هیواد په جیزان ولایت کې یو بالیسټیک توغندی موښتی دی.

همدارنګه د سعودي وسله والو ځواکونو ادعا کړې چي د یمن د فوځ دوې بې پیلوتي الوتکې یې د عربستان په «الجوف» سیمه کې ویشتلي دي.

دا په داسي حال کې دی چي یمني چارواکو تر دې مخکې اعلان کړې وه چي د یمن په خلګو باندې د اماراتو د هوایي بریدونو د دوام په صورت کې به بیا ځلي په ابوظبي او دبی باندې ځوابي بریدونه وشي.

د امارات د دفاع وزارت ویلي چي د دې هیواد د هوایي دفاع سیسټمونه د یمن له لوري دوه توغول شوي توغندي یې خنثي کړی.

 

ټیګونه