نړۍ د یمن په قانوني حق باندې اعتراف کوي
فارس خبري اژانس وايي د یمن د ملي ژغورنې د حکومت د بهرنیو چارو وزیر هشام شرف ټینګار وکړ له دې سره سره چې د «طوفان» په نوم پوځي عملیات له غندنو سره یوځاې وو خو دنیا پوهیږي چې دغه عملیات یو (۱) قانوني او په حقه ځواب و .
هغه وویل هغه هیوادونه چې د سعودي عربستان او د متحده عربي اماراتو پرضد د یمن د پوځ عملیات غندي باید پوه شي چې د یمن خلک په هغه اندازه چې تیریو ته په ځواب کښې حقیقي اقدامات ورته اهمیت لري د دغو هیوادونو غندنې ته اهمیت نه ورکوي .
هشام شرف وویل که چیرې تیریګر هیوادونه له یمن څخه غواړي چې د ځواب له ورکولو ډډه وکړي نو باید خپل تیري بند کړي او د سولې لاره غوره کړي .
د یمن د ملي ژغورنې د حکومت خارجه وزیر هشام شرف دغه راز ټینګار وکړ هغه ټول هیوادونه چې صنعا ته ګواښ کوي د ترهګرو په فهرست کښې یې شامله کړي زیاته کړه چې ترهګر د سعودي عربستان او د متحده عربي اماراتو ائتلاف دی کوم چې له تیرو اوو(۷) کلونو راهسې د یمن خلک وژني او هغوې یې کلابند کړي دي .