Jan 26, 2022 16:12 Asia/Kabul
  • د عراق د پارلېمان د مشر په مېلمستون باندې حمله، په عراق کښې يوه بله جعلي سناريو

د عراق خبري سرچينو تېره شپه د الانبار صوبې په الکرامه سيمه کښې د عراق د پارلېمان د مشر محمد الحلبوسي په مېلمستون باندې د څو راکټونو د لګېدو خبر ورکړ چې په نتيجه کښې درې عامه کسان ژوبل شول.

په دې باره کښې دغوسرچينو د چارشنبې په ورځ د عراق په پائتخت بغداد کښې يو لړ امنيتي تدابير غوره کړل او وې ويل چې دغه تدابير په دې لړ کښې له هرډول احتمالي حملې څخه د مخنيوي لپاره غوره شوي دي. دغه حمله د تېر لړم د مياشتې په ۱۶ نېټه د بغداد په شنه سيمه کښې د عراق د وزيراعظم د مصطفی الکاظمي په استوګن ځاے باندې د حملې ياد راوړونکې ده. په دې لړ کښې په دې وروستيو ورځو کښې  عراقي سرچينو د ديالې ،کرکوک، نېنوا، الکرمه په شان د عراق په ځينو سيمو او همدارنګ د دغه هېواد د مرکزي او لويديځو صوبو په ځينو نور سيموکښې د داعش ترهه ګرې ډلې د عناصرو د فعاليتونو خبر ورکړ.

همدارنګ د عراق وزيراعظم مصطفی الکاظمي د تېرې نهې په ورځ د کابينې په غونډه کښې وويل،حکومت به له ترهه ګرۍ سره جنګ ته دوام ورکړي. په دې ورځو کښې عراق په داسې حال کښې يو ځل بيا له ترهه ګرو عناصرو سره په نښتو بوخت دے چې د عراق د الحشد الشعبي تنظيم ځواکونه هم هغه شان له دغو ترهه ګرو سره د مبارزې د اصلي مټ او عامل په توګه عمل کوي او مختلفو سيمو کښې له ترهه ګرو سره د د دغو ځواکونو د نښتو او د هغوي د حملو د شنډولو خبرونه او رپوټونه خپريږي. هغه څه چې په اوسني وخت کښې د عراق په اړه د اهتمام وړ دي دا دي چې دغه هېواد له وروستيو پارلېماني انتخاباتو نه پس په سياسي مشکلاتو کښې ښکېل دے. په دې باره کښې په عراق کښې د امريکائي ځواکونو د شتون دوام چې د عراق د پارلېمان د مصوبې او د دغه هېواد د اساسي قانون په اپوټه چاره ده، د دغه هېواد يوه ترټولو مهمه مسئله ګڼل کيږي. د عصائب اهل حق ځواکونو مشر قېس خز علي په دې وروستيو کښې په يوې ټي وي مرکه کښې تاکيد وکړ چې امريکائي الوتکي او ډرون هره ورځ په ځلونو د بغداد او د عراق په نورو مختلفو ښارونو د پاسه الوتونه کوي. د امريکې دغه ډول چلندونه په داسې حال کښې دوام لري چې د دغه هېواد اساسي قانون د عراق په خپلواکه او نه زيانمنېدونکي حاکميت په ضرورت تاکيد کړے دے حال دا چې امريکائي ځواکونه په ډاګه د عراق د حاکميت خلاف ورزي کوي او هيڅ وخت يې نه دي ويلي چې ځواکونه يې له عراق نه وتلي دي. زياتره سياسي کارپېژاندي دا نظر لري چې د عراق امنيتي حالات او بدلونونه په دغه هېواد کښې د امريکائي نيوکګرو د شتون په سيوري کښې د شننې او تفسيرولو وړ دی؛ ځکه چې دغه ځواکونه چې د عراقي سرچينو له مخې يې شمېر درې نيم زره دے هم هغه شان په عراقي اډو کښې شتون لري او دغه شتون په دغه هېواد کښې د ناامنۍ يوه اصلي وجه ګڼل کيږي.

له همدې امله دي چې ځينې عراق ډلې له عراق نه د د غو ځواکونو وتل په دغه هېواد کښې د ثبات او امنيت د ټينګښت لپاره وړومبنے او بنيادي ګام بولي. په همدې وجه دا احتمال مضبوطيږي چې په عراق کښې امنيتي پېښې د هغو ډلو په خلاف دسيسه او سناريو ده چې د امريکنيانو د بهر وتلو په ضرورت باندې ټينګار کوي سره ځکه چې مخکې هم له ځينو سيمه ايزو رژيمونو سره وابسته ځينو رسنيود عراق د وزيراعظم مصطفی الکاظمي په استوګن ځاے باندې د حملې حربې ګرځولو سره ځينې هغه عراقي ډلې د دغو حملو په ترسره کولو تورنې کړې چې له داعشي عناصرو سره د مبارزې اصلي عاملان وو. له همدې امله دي چې له پارلېماني انتخاباتو وروسته د عراق امنيتي پېښې په طبيعي فضاء کښې نه رامنځته کيږي بلکه داسې لاسونه لګيا دي چې له خړو پړو اوبو څخه د کب نيونې په هدف سره د دغه هېواد امنيتي حالات ګډوډ کړي.

-----

 

ټیګونه