Jan 27, 2022 05:04 Asia/Kabul
  • د یمن پوځ د عربستان په ګوډاګیانو برید کړی

فارس خبري اژانس وايي د یمن پوځ او ولسي کمیټیو بیګا د سعودي عربستان د ائتلاف جنایتونوته په ځواب کښې په بلاسټیک توغندي سره په مارب ولایت کښې د سعودي عربستان د ګوډاګیانو په مرکز برید وکړ .

د یمن د پوځ ویاند یحیی سریع وویل پوځ او ولسي کمیټیو د مارب ولایت په دریمې (۳) پوځي سیمې کښې د سعودي عربستان د ګوډاګیانو په مرکز حمله کړي ده چې له کبله یې په لسګونو سعودي ګوډاګیان مړه یا ژوبل شوي ډي .

څو ساعته مخکې هم د یمن سرچینو په شبوا ولایت کښې د متحده عربي اماراتو د کابو پینځه دیرشو (۳۵) ګوډاګیانو د وژل کیدا خبر ورکړ .

د سعودي عربستان د تیریګر رژیم لخوا د یمن له هراړخیزه کلابندۍ سره سره د دغه هیواد د پوځ او د ولسي کمیټیو دفاعي  قدرت ورځ تر بلې د زیاتیدا په حال کښې دی .

د سعودي عربستان پوځي تیرو د یمن پینځه اتیا (۸۵) فیصده بیخ بنایاني تباه کړي دي او د غه هیواد یې د درملو او د خوراکي شیانو له ډیر کمښت سره مخ کړی دی .

 

ټیګونه