Jan 28, 2022 08:01 Asia/Kabul
  • د يمن په جنوب کښې د اماراتو له نوي (۹۰) زيات ګوډاګيان ووژل شول

يمني خبري سرچينو خبر ورکړ چې په شبوه صوبه کښې د امارتو ګوډاګيو ځواکونود حملو په مخنيوي کښې له نوي څخه زيات اماراتي ګوډاګي ځواکونه ووژل شول.

د فارس خبري آژانس د رپوټ له مخې يمني فوځي سرچينو خبر ورکړ چې د يمن د جنوب په شبوه صوبه کښې له اماراتو سره د وابسته ګوډاګيو او د العمالقه له عناصرو سره د يمن د فوځي او ولسي ځواکونو نښتې دوام لري.

ويل کيږي چې په دغو نښتو کښې له نوي نه زيات اماراتي ګوډاګي ځواکونه وژل شول او په لسګونو نور هم ژوبل شول.

د دغو سرچينو د وېنا له مخې د العمالقه عناصرو کوشش کوۀ د شبوه په لويديځ کښې نفوذ وکړي چې يمني ځواکونو دغه حملې شنډې کړې.

سعودي او امارات د يمن د ختيځ په شبوه او المهره صوبو کښې د خپل نفوذ د زياتولو لپاره خپلو هلو ځلو ته دوام ورکوي او دغو سيمو ته د ځواکونو په لېږلو سره کوشش کوي په دغو صوبو خپل نفوذ پراخه کړي.

 

ټیګونه