Jan 28, 2022 13:35 Asia/Kabul
  • په یمن کې د عامو خلګو په کورونو د سعودي پراخي بمبارۍ

د سعودي د تیری ګرو ځواکونو جنګي الوتکې د یمن په مختلفو ښارونو کې د عامو خلګو په کورونو پراخي بمبارۍ کړي چي د امله یې زیات شمېر ښځو او ماشومانو ته مرګژوبله اوښتې ده.

د المسیرې له راپور سره سم، د سعودي د تیری ګرو ځواکونو طیارې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په صنعا ولایت کې د عامو خلګو په کورونو دوامداره هوایي بریدونه کړي دي.

همدارنګه د «ذمار» په ولایت کې هم د سعودي جنګي طیارې په عامو خلګو درنې بمبارۍ کړي دي.

یوازې د چهار شنبې په ورځ د سعودي جنګي طیارې په یمنيانو تر ۵۰ ځلي زیات هوایي بریدونه کړي دي.

تر دې دمه د مرګژوبلو په اړه کره معلومات شتون نه لري خو ویل کیږي چي په لسګونو ښځې او ماشومانو ته په یادو بریدونو کې مرګژوبله اوښتې ده.

په یمن کې د سعودي ائتلاف د تیری د امله تر دې دمه په سلګونو زرو کسانو ته  مرګژوبله اوښتې او د روغتونونو او ښوونځیو او پوهنتونو په شمول د یمن ۸۵ سلنه بېخ بناوې وران شوي دي.

 

ټیګونه