ايران د بغداد په هوائي اډې حمله وغندله
د ايران د خارجه وزارت وياندپه بغداد هوائي اډې باندې حمله د عراق د ثبات او قرارۍ د ګډوډولو لپاره يو اقدام وبلۀ او هغه يې سخته وغندله.
د ايران د خارجه وزارت د اطلاع رسوني د عمومي ادارې د رپوټ له مخې سعيد خطيب زاده پرون د بغداد د هوائي اډې په نښه کولو ته په اشارې سره وويل: دا ډول مشکوک اقدامات په عراق کښې د ناامني او تاوتريخوالي د رامنځته کېدو سبب ګيږي او بدغوښتونکو او فتنه اچؤنکو لپاره لار برابروي او د عراقيانو لپاره د حکومت په خدامات روسونې باندې تاثير کوي.
خطيب زاده تاکيد وکړ، د ايران اسلامي جمهوريت تل په عراق کښې د امنيت ټينګښت، ساتنه، د دغه هېواد د ترقۍ پراختيا، د امن و امان پائيداري او د عراق د يووالي او پېوستون ملاتړ کړے او د دغه هېواد د ثبات په ټينګېدو کښې د عراق د حکومت د اقدماتو ملګرتيا کوي.
د بغداد د هوائي ډګر فوځي برخه يعنې د امريکې وېکټوريا اډه د جمعې په سحر د راکتي حملې هدف وګرځېده.
د امريکې د سيرام هوائي ضده سېسټم د فعالېدو باوجود خبرونه دا ښودنه کوي چې له ويشتل شويو يو سل اوه ميليميټره اندازې لسو راکټونو څخه شپږ راکټونه په دغې اډې باندې لګېدلي دي.