Jan 29, 2022 15:23 Asia/Kabul
  • په یمن کې له مارب او شبوه  څخه د اماراتو د شاتګ مختلف دلیلونه

د متحده عربی اماراتو په ضد دیمن والو له  ګواښونو او اقداماتو وروسته دغه هیواد خ پل عسکر له مارب اوشبوه ولایتونو وویستل .

د نوي میلادي کال پیل،په یمن کې د متحده عربی اماراتو  او  دهغو ي د تالی څټو او د یمن والو ترمینځ د تاؤتریخوالو اونښتو له زیاتیدا سره یو ځای ؤ . دیمن په سمندري حدودو کې داماراتو  له وسلو د  ډکې کشتۍ له درولو  او په ابوظبئ  د یمن والو له حملو وروسته،د یمن د ملی نجات حکومت ،اماراتو ته خبرداری  ورکړ ،که  دیمن په ضد جنګ غوښتنې ته دوام ورکړي،نو د دوبئ اکسپو۲۰۲۰  نندارتون به په شیشت کې راولي . د یمن والو دغه ګواښ خپل اثر نندارې ته وړاندې کړ او متحده عربی اماراتو د ؛العمالقه ؛ عناصرو،چې  له دغه هیواد سره اړونده دي ،له مارب او شبوه ولایتونو څخه  د شاتګ  حکم ورکړ .

د متحده عربی اماراتو دغه اقدام څو اړخیز دلیلونه او پیغامونه لري . یو اړخ ئې دا دی چې اماراتو د یمن د ملی نجات حکومت خبرداری جدی ګڼلی دی . په حقیقت کې  امارات دې جمع بندۍ ته رسیدلی چې د یمن ملی نجات حکومت هرکله  د یوه کار کولو ګواښ وکړي،نوهغه  ګواښ په عمل کې اجرائي کوي هم .نوځکه اماراتو ترجیح ورکړه شاتګ وکړي او دیمن  پوځ ونه آزموئي .

 دوهم اړخ  او دلیل ئې دا دی چې  د متحده عربی اماراتو  حکومت د یمن دملی نجات حکومت دفاعي وړتیاوې په نظر کې لري اوپه دې ئې اعتراف کړی دی . دغه وړتیا ، په ابوظبئ  د  یمن والو په حملې سره او همداراز په  هغو حملو سره چې  په ورستیو کلونو کې  د عربستان پر خاورې ئې کړي دي ، اثبات شوي وې  .

 د متحده عربی اماراتو د ځواکونو د شاتګ بل دلیل ، په پوځي تاکتیک کې په ماتې اعتراف دی . اماراتو خپل عسکر له الحدیده شبوه ولایت ته منتقل  کړي وو ،څو په دغه ولایت کې له سعودي عربستان سره په ملګرتیا سره ، یو پوځي بریالیتوب ترلاسه کړي .خو اوس ئې ددغه اقدام په تیروتنې او ناکامۍ اعتراف کړی دی . په تهران کې دیمن سفیر ابراهیم الدیلمي  په دې باب په یولړ څرګندونو کې ووئيل  په یمن تیریګر هیوادونه ،په مځکنیو پوځي بریالیتوب پسې وو ،په همدې دلیل ئې خپل ګوډاګیان  له الحدیده ته او شبوه ته منتقل کړل ،  البته په دغه  شاتګ  سره ئې ناکامي وزغمله . 

 یو بل دلیل  چې ډير مهم دی ، د اماراتو په داخلی تاوان موندنې  د دغه هیواد د حکومت پوهیدا ده .متحده عربی امارات یو واړوکی هیواد دی چې دبهرني سیاست اساس ئې پر اقتصادي وړتیاؤ دریدلی دی .په حقیقت کې د متحده عربی اماراتو  اقتصادي وړتیاوې، د امنیت اساس هم حسابیږي،ځکه چې په پیاوړی اقتصاد سره توانیدلی دي ، په سیمې کې  خپل نفوذ زیات کړي .په عین حال کې د اماراتو اقتصاد ، اساسا پر امنیت او ثبات ولاړ دی . د دوبئ ۲۰۲۰ نړیوال  اقتصادی نندارتون په شیشت کې راوستل،د متحده عربی اماراتو په اقتصاد دروند ګوزار  په معنا دی . 

Image Caption

 

پر دې اساس ، دابوظبئ حکومت  ترجیح ورکړه شاتګ وکړي څو په دغه هیواد کې د اقتصادي او پانګونې د امنیت تضمین شي. دعربي نړۍ یو پيژندل شوی  تکړه شناندی او کارپوه او د رای الیوم ورځپاڼې مسئول چلونکی  عبدالباري عطوان لیکلي دي،اماراتو،له مارب او شبوه ولایتونوڅخه د العمالیقه عناصرو ته د شاتګ په حکم ورکولو سره،په حقیقت کې  خپل امنیت او ثبات واخست.د یمن د  انصار ا...ولسی غورځنګ  توغندوي او ډرونز حملو وښودله چې  دیمن په مارب او شبوه ولایتونو کې د جنګ جبهې ته د اماراتو د واریدیدا بیّه ددغه هیواد لپاره ډيره درنده  ده .

 د اماراتو د اقدام یو بل دلیل ، د امریکا د ډيرو ګرانو تجهیزاتو څخه ددغه هیواد  ناامیدي ده . متحده عربی امارات یو هغه عرب هیواد دی چې د وسلو د وارداتو په حوزې کې ډیرزیات لګښت کوي .د یمن جنګ وښودله،هغه وسلې  چې  امارات ئې له لویدیځي هیوادونو په تیره بیا له امریکا اخلي ، په عمل کې  ددغه هیواد لپاره  امنیت نه رامینځةکوي ، ځکه  چې په  اماراتو کې د امریکا ډیر ګران بیّه تجهیزات او ډير پرمختللي  او ګائيډیډ توغندي نه دي توانیدلي ، د یمن له ډرونز او توغندیو سره مقابله وکړي . پر دې اساس ، دا یو دلیل دی چې متحده عربی اماراتو ترجیح وکړه څو د یمن د ملی نجات حکومت ترکنټرول لاندې له دوو ولایتونو څخه یعني له مارب او شبوه ولایتونو څخه شاتګ وکړي څو له دې لارې ، خپل لازیات امنیت ترلاسه کړي.

 

 

ټیګونه