د عربستان د آرامکو تاسیسات په بشبړ ډول وسوځیدل
د یمن پوځ او ولسی مبارزو کمیټیو اړونده مسئولانو وئيلي دي په عربستان باندې حملې به تر هغه وخته دوام ولري ، چې دیمن په ضد تیري او ددغه هیواد مظلوم ولس په ضد کلابندي ختمه نه شي .
د یمن پوځ او ولسی مبارزو کمیټیو توغندوي او ډرونز یونټونو بیګا د سعودي تیریګر ائيتلاف د جنایتونو په ځواب کې دعربستان په جده ښار کې دآرامکو تیلی شرکت تاسیسات په شیتش کې راوستل اولُولپَه ئې کړل .
خبرو سرچینو نن سهارالمیادین خبری چینل سره په خبرو کې ووئیل ،په جده کې د آرامکو دتاسیساتو د بشپړلوُ لّپَه کیدا په باب خبرونه او په بې مخینې ډول د اور لمبو پورته کیدا تائيد شوې ده .
همداراز خبرو سرچینو ووئيل،د عربستان دبریښنا بټئ د یمن دپوځ او ولسی مبارزو کمیټیو ددغو غچ اخستونکو عملیاتو په دلیل خاموشه او بریښنا ئې هم غوڅه شوې ذاو دغه راز د جدې او ځينو نورو ښارونو څخه هوائي الوتونه هم دریدلي دي .
داپه داسې حال کې دي چې د یمن پوځ او ولسی مبارزو کمیټیو اړونده مسئولانو وئيلي دي په عربستان باندې حملې به تر هغه وخته دوام ولري ، چې دیمن په ضد تیري او ددغه هیواد مظلوم ولس په ضد کلابندي ختمه نه شي .