May 21, 2022 06:40 Asia/Kabul
  • دمشق په سوریې کښې د غیرقانوني پوځي شتون په ختمیدو ټینګار وکړ

په ملګرو ملتو کښې د سوریې دایمي استازي پرون د امنیت شورا په غونډه کښې د خپل هیواد له خاورې د بهرنیو غیرقانوني ځواکونو په وتلو باندې ټینګار وکړ

بسام صباغ د امنیت شورا په غونډه کښې وویل چې د سوریې په خاوره کښې د ترکیې او امریکې د پوځیانو غیرقانوني شتون، له ترهګرو او بیلتون غواړو وسله والو یې ملاتړ او د تیلو، ګیس او کرهڼیزو محصولاتو په شمول یې د ملي پانګې لوټل او د سوریې په خلکو باندې د یواړخیزو اجباري اقداماتو د تپلو له لارې اقتصادي ترهګري، ثبات او ښو حالاتو ته د دې هیواد د خلکو د رسیدو خنډونه دي.

هغه زیاته کړه چې د ترهګرو او بیلتون غواړو وسله والو تر کنټرول لاندې د سوریې د شمال ختیځ او شمال لویدیځ  په خاصو سیمو کښې د اقتصادي فعالیتونو د ترسره کولو لپاره د اجازتنامې د ورکړې په هکله د امریکې د حکومت وروستۍ فیصله له دغو غیرقانوني ارګانونو د امریکې د حکومت د نیغ په نیغه ملاتړ او د سوریې د حاکمیت، خپلواکۍ او د خلکو او خاورې د وحدت او هم داشان د امنیت شورا د اړوندو پریکړه لیکونو د څرګندې خلاف ورزۍ نښې دي.

صباغ په دوام کښې وویل: سوریې په غیاب کښې د بروکسل کانفرنس په نوم غونډې ترسره کول او ورڅخه د روسیې لرې کول په دې معنا دي چې دغه کانفرنس د هغو لویدیځو هیوادونو په یوې غونډې بدل شوی دی چې د انساني مسائلو په سیاسي کولو مشهور دي.

 

ټیګونه