May 21, 2022 14:25 Asia/Kabul
  • د قطر امیر د ابو عاقله د ټرور په هکله د تحقیق غوښتنه وکړه

الخلیج الجدید د راپور پراساس د قطر د بهرنیو چارو وزارت وویل د دغه هیواد امیر تمیم بن حمد ال ثاني د صهیونیسټ عسکرو په لاس د الجزیرې ټیلي ويژن د فلسطینې خبریالې شیرین ابو عاقله د شهادت په هکله د تحقیق غوښتونکی دی .

د قطر د خارجه وزارت رسمي ویاند ماجد الانصاري وویل د دغه هیواد امیر شیخ تمیم بن  حمد ال ثاني  د شیرین ابو عاقله د ټرورو په هکله د شفافو او د عادلانه تحقیقاتو د ترسره کیدا او د صهیونیسټ رژيم د مسول بلل کیدا پر ضرورت ټینګار وکړ .

هغه وویل د قطر امیر د اروپايي هیوادونو له مشرانو سره د فلسطین د بدلونونو او په تیره بیا د ابوعاقله د ټرورو په هکله خبرې وکړې .

د اسرائیلو هاارتص ورځپاڼې هم راپور ورکړ د اسرائیلو پوځ د تحقیقاتو له ترسره کولو وروسته د فلسطین د خبریالې ابو عاقله د ټرورو په هکله اعتراف وکړ چې د صهیونیسټ رژیم د عسکرو ډزې د هغې د وژل کیدا سبب شوې دي .

ډیرې هیوادونو ، ادارو او نړیوالو موسسو د ابو عاقله قتل ته په غبرګون کښې  د صهیونیسټ رژیم د دغه جنایت په غندلو سره د دغه څاروي توب په هکله د صهیونیسټ رژیم د ځواب د ورکولو او په دې هکله د تحقیقاتو د ترسره کیدا غوښتنه وکړه .

 

ټیګونه