May 22, 2022 12:54 Asia/Kabul
  • د دوښمن هدف د یمن د قدرت د عناصرو کمزوري کول دي

زمونږ خبریال وايي د یمن د انصار الله غورځنګ مشر عبدالملک بدرالدین الحوثي وویل د دوښمن هدف د یمن د خلکو د قدرت او د کوټلتیا د ټولو عناصرو کمزوري کول دي چې په هغوې باندې سلطه کول اسان شي .

هغه بیګا د یمن د اب ولایت له یوه  مشر  سره په خبرو کښې وویل دغه خبره نشو منلی چې د امریکا په فیصلې سره حکومت وکړو یا دا چې داسې خائنان او ګوډاګیان قبول کړو کوم چې دغه خبره قبلوي چې د دوې فیصلې د سعودي عربستان یا د متحده عربي اماراتو د یوه افسر لخوا ترسره شي .

د یمن د انصار الله غورځنګ مشر عبدالملک بدرالدین الحوثي وویل  مونږ د یمن د ملت په توګه خپلواکۍ او ازادۍ ته د رسیدا او د خارجي هیوادونو د لاسوهنې د مخنیوي لپاره خپلې ارادې ته دوام ورکوو .

هغه دوه ورځې مخکې هم ویلي وو امریکا د یمن په حضرت موت او المهره سیمو کښې د خپلو پروګرامونو په اجرا کولو کښې له خپلو ګوډاګیانو ډاډمنیدا وروسته اوس  په دغو دوو سیمو کښې د پوځي اډو د جوړولو هڅه کوي .

سندونه وايي چې امریکا له نولس سوه نویمې میلادي لسیزې راهسې په یمن کښې د نفوذ کوشش کوي او په یمن کښې د امریکا شتون د نن ورځې کیسه نه ده .

 

ټیګونه