نړیوال استکبار ته به د صیاد خدايي د جنایت ځواب ورکړل شي
May 25, 2022 05:19 Asia/Kabul
ایرنا خبري اژانس وايي د یمن د انصار الله غورځنګ سیاسي دفتر بیګا په یوې خبر پاڼه کښې د ایران د سپاه پاسداران ځواک د یوه چارواکي شهید حسن صیاد خدايي د ټرور د غندلو په ترڅ کښې وویل، نړیوال استکبار به د دغه ټرور د جنایت ځواب ترلاسه کړي.
د حرم مدافع ډګروال پاسدارا حسن صیاد خدايي په تیرې یکشنبې ورځ په تهران کښې نړیوال استکبار ته د اړونده عواملو او د انقلاب ضد د ترهګرو کسانو د جنایت ښکار شو او شهید شو.
د یمن د انصار الله غورځنګ سیاسي دفتر په دغه یوې بیانیې کښې وویل نړیوال استکبار به د دغه جنایت ځواب ترلاسه کړي او وبه نه توانیږي د دغه اقدام له پایلو څخه ځان وژغوري.
د یمن انصار الله غورځنګ په دغه بیانیې کښې ټینګار کړی دی چې د نړیوال استکبار جاسوسۍ ادارې چې په سر کښې یې امریکا او اسرائیل دي د دغه ټرور عاملان دي.