صهیونیسټ رژيم د ماتیو د پټولو هڅه کوي
فلسطین انلاین اینټرنیټ پاڼې راپور ورکړ د الاقصی جومات خطیب شیخ عکرمه صبري وویل د بیرغ لاریون د خپل حیثیت د بیرته د ترلاسه کولو او په خپلو وروستیو ماتیو باندې د برغولي د کیښودلو لپاره د صهیونیسټ رژیم هڅه ده.
کابو دیرش کاله کیږي چې صهیونیسټان په نیواکي قدس کښې د بیرغ په نوم لاریون کوي او د صهیونیسټ رژيم د بیرغونو په لاسونو کښې نیولو سره د فلسطینیانو پرضدشعارونه ورکوي.
د صهیونیسټ رژيم چارواکو ویلي دي چې روان کال د مي د میاشتې په ۲۹ نیټه یې د نیواکي قدس په زړې برخې او په باب العامود محلې کښې ښارګي میشته خلکو ته د بیرغ د لاریون د ترسره کولو اجازه ورکړي.
د قدس د دفاع د لوړ پلاوي مشر شیخ عکرمه صبري په تیرې یکشنبې ورځ هم ټینګار کړی و نیواکګران او یهودي سرزوري ډلې د هغه څه احیا کول چې د قدس وحدت نوموي د بیرغ د ستر لاریون په ترسره کولو سره غواړي په الاقصی جومات یرغل وکړي.
صبري وویل د بیرغ لاریون کومه نوي خبره نه ده او نیواکګرانو له دې مخکې هم د دغه لاریون په ترسره کولو سره هڅه کړي ده خو په ځلونو یې د دغه لاریون په ترسره کولو کښې ماتي خوړلي ده.
د الاقصی جومات خطیب شیخ عکرمه صبري ټینګار وکړ د عربو هیوادونو د چپتیا او د نیواکګر صهیونیسټ رژیم د تیریګرو دسیسو په وړاندې د دفاع نشتون په دوام سره به په قدس او الاقصی جومات باندې یرغلونو دوام ولري او بند به نشي.