May 26, 2022 14:01 Asia/Kabul
  • نړیواله ټولنه دې د افغانستان په وړاندې په خپل مسئولیت عمل وکړي

په عراق کې د ملي حکمت د سیاسي بهیر مشر په نړیوالې ټولنې ږغ کوي چي د افغانستان د مظلوم ولس په وړاندې په خپل مسئولیت عمل وکړي.

په افغانستان کې د تیر ورځ تر ترهګریزو بریدونو وروسته د عراق د ملی حکمت د سیاسي بهیر مشر سید عمار حکیم رسنیو ته وویل چي تکفیري او تروریستي ډلې د نړیوالې ټولنې له چوپتیا او د افغانستان د حکومت له کمزورتیا څخه په استفادې سره، په اهل تشیع باندې خونړي بریدونه ته دوام ورکوي.

هغه په مزاره کې د تیري ورځې چاودنې ته په اشارې سرهو له نړیوالې ټولنې څخه غوښتنه وکړه چي د افغانستان د مظلوم ولس په وړاندې خپله دنده هیره نه کړي او په دغه هیواد کې د روانو جنایاتو په وړاندې چوپه خوله پاتي نه شي.

تېره ورځ د افغانستان په بلخ ولایت کې د درو بریدونو په ترڅ کې ۹ کسان شهیدان او په لسګونو کسان ټپیان شول.

همدارنګه په کابل کې د زکریا په جومات کې هم د یوې چاودنې په نتیجه کې ۶ کسان شهیدان او ۱۰ نور زخمیان شول.

 

 

ټیګونه