Jun 19, 2022 14:13 Asia/Kabul
  • د اسرائیلو د لومړي وزیر د کابینې د نسکوریدا احتمال شته

المیادین ټیلي ويژن راپور ورکړ د صهیونیسټ رژیم لومړي وزیر نفتالي بنت په لویدیځې غاړې کښې له صهیونیسټ ښارګي میشته خلکو سره د اړونده قانون په تصویبیدا کښې له ماتي وروسته د دغه رژیم د حکومت د ائتلاف د دړې وړې کیدا په هکله خبرداری ورکړ.

د صهیونیسټ رژیم لومړي وزیر نفتالي بنت په پارلمان کښې د یمینا ګوند د فراکسیون د غړیو په ټول کښې په وینا کښې وویل  که چیرې په راتلونکو دوو اونیو کښې د لویدیځې غاړدې په ښارګیو کښې د بیړنیو مقرراتو قانون په پارلمان کښې تصویب نشي  د  حکومت ائتلاف به پاې ته ورسیږي.

نفتالي بنت د اسرائیلو د کابینې له ائتلاف څخه د پارلمان د غړي نیر اورباخ جدايۍ ته په اشارې سره وویل زه به هڅه وکړم د اپارتائیډ قانون دوباره تصویب کړم خو که چیرې تصویب نشي نو معنا یې دا ده چې قیصه پاې ته رسیدلي ده.

د اسرائیلو د لومړي وزیر نفتالي بنت ائتلافي حکومت چې نن سبا د څو عربو استازیو د جلا کیدا په دلیل له بې ساري کړکیچ سره مخامخ دی اوس په پارلمان کښې اکثریت له لاسه ورکړی دی.

 

ټیګونه