صهیونیسټو ښارګي میشتو یو فلسطیني ځوان شهید کړ
Jun 24, 2022 07:32 Asia/Kabul
-
فایل فوټو
صهیونیسټو ښارګي میشتو په سلفیت ولایت کښې یو فلسطیني ځوان شهید کړی دی
زمونږ د خبریال د پروني رپورټ له مخې صهیونیسټي ښارګي میشتو د اردن سیند په د لویدیځې غاړې د شمال په سلفیت ولایت کښې د علي حرب په نامه یو فلسطیني ځوان په داسې حال کښې شهید کړ چې په زوره ترې د ځمکې د اخیستو د مخنیوي کوشش یې کوه.
د اردن سیند د لویدیځې غاړې په شمال کښې پرون سلفیت ولایت د نیواکګر رژیم په پراخ مالي ملاتړ او د عرب فلسطینیانو په ځمکو باندې د ولکې په موخه، د ښارګي میشتو د پراخو بریدونو له خطر سره مخامخ دی ځکه چې د قدس نیواکګر رژیم پوهیږي چې دغه ولایت د لویدیځې غاړې د څه باندې ۳۰ فیصده زیتونو او غوړو په پوره کولو کښې رول لري.
په فلسطینیانو باندې د صهیونیسټو ښارګي میشتو د حملو هدف، د نیواکي ټاټوبي له ځمکو د هغوي شړل او هلته د صهیونیسټي ښارګیو جوړول دي.