Jun 24, 2022 14:56 Asia/Kabul
  • د صهیونیسټي رژيم جنایتونه ،مسلمان او مسیحي نه پيژني

د اسماعیل هنیه  دا څرګندونې  په داسې حال کې دي چې  هغه پرون هم  په بیروت کې د لبنان د حزب ا...ولسی غورځنګ  له عمومی منشي سید حسن نصر ا... سره لیده کاته اوخبرې کړي دي .

د فلسطین د اسلامی مقاومت غورځنګ حماس د سیاسی دفتر مشرټينګار وکړ،صهیونیسټ رژيم د فلسطین په شد پخپلوجنایتونو کې د مسلمانانو اومسیحیانو ترمینّځ هیڅ فرق ته قایل نه دی.

المینار خبری چینل راپور ورکړ، اسماعیل هنیّه چې د لبنان په سفر تللی ، دلبنان له ولسمشر میشل عون سره له کتنې وروسته  ووئیل ، په دغې کتنې کې مو ټينګار کړی چې  د فلسطنیانو  له کوچولو او د خپل ټاټوبی په ځاي  د بل ځای خپلولو سره مخالف یوو .

د حماس غورځنګ د سیاسی دفتر مشر  ددې خبرې په کولو سره چې له لبنان سره پرخپل پيوستون او د لبنان د سمندري شتمنیو په غلا کولو کې دتیریګر صهیونیسټي رژيم له اقدام سره مو په مخالفت ټينګار کړی دی ، ووئيل ، مونږ دلبنان لپاره  لازیات وحدت ، ثبات او امنیت غواړو .

د اسماعیل هنیه  دا څرګندونې  په داسې حال کې دي چې  هغه پرون هم  په بیروت کې د لبنان د حزب ا...ولسی غورځنګ  له عمومی منشي سید حسن نصر ا... سره لیده کاته اوخبرې کړي دي .

دسید حسن نصر ا.. او اسماعیل هنیّه  په کتنې  کې د  هغو ګواښونو په باب چې  په سیمې کې دم قاومت په ضد موجود دي ،  هم بحث شوی دی . همداراز دواړو لورو  د فسطین د موضوع او دځينو نورو موضوعګانو ددفاع لپاره د حزب ا... او مقاومتي ډلو   دملګرتیا په باب  هم مشورې کړي دي .

 

ټیګونه