د فلسطین تر بشبړ آزادۍ پورې به مقاومت دوام ومومي
د فلسطین مبارزې ډلې او خلک د وحشي ډوله صهیونیسټي رژېيم له نیواکګرۍ سره د مقابلې لپاره پر مقاومت ټینګار کوي اودا له نیواکګرۍ سره دمقابلې یوازینۍ لاره ګڼي .
د فلسطین د اسلامی مقاومت غورځنګ حماس دسیاسی دفتر مشر ووئيل،مقاومت هماغه شان د فلسطین تربشپړ آزادۍ پورې به له نهره تر بحره پورې دخپلو قواؤ زیاتولو ته دوام ورکړي.
د فلسطین مبارزې ډلې او خلک د وحشي ډوله صهیونیسټي رژېيم له نیواکګرۍ سره د مقابلې لپاره پر مقاومت ټینګار کوي اودا له نیواکګرۍ سره دمقابلې یوازینۍ لاره ګڼي .
شهاب نیوز خبری سایټ راپور ورکړ ،د فلسطین دحماس غورځنګ دسیاسی دفتر مشر اسماعیل هنیّه په بیروت کې په اسلامی ملی پال کنفرانس کې پخپلې وینا کې ټينګار وکړ ، دس یف القدس نومې عملیات، دصهیونیسټ رژيم په ضد د مبارزو په بهیر کې یو ځانګړی ټکی حسابیږي .
هنیّه ټينګار وکړ،مونږ دښمنان په ښه توګه پیژنو، له دوي سره د فلسطین په دښتوسحراؤ او زندانونو کې جنګیدلي یوو او اوس د فلسطین مقاومت د صهیونیسټي رژيم په وړاندې مخه نیونکي مرحلې ته رسیدلی دی .
د حماس غورځنګ دغه لوړپوړي چارواکي روښانه کړې ،دفلسطین ولس نن سبا د دوي له اجباري کوچیدا او د خپل وطن په ځاي د بل وطن د پروژو له لارې د خپلو حقوقو دمصادره کیدا لپاره د د ښمنانو له هڅو سره مخامخ دی.
هغه د سیمې په سویه په پوځي ائيتلافونو کې د صهیونیسټي رژيم دیو ځاي کولو خطرې په باب په خبرداری سره زیاته کړې ده ، باید د وحشي صهیونیسټي رژیم په ضد د مقاومت درستې جبهې او دمبارزې ټول ډګرونه سره یو موټی شي .