غزې کښې د فلسطیني شهیدانو جنازه وشوه
Aug 06, 2022 12:39 Asia/Kabul
د فلسطیني شهیدانو د جنازې دستورې په غزه کښې د ډیرو خلکو او د مقاومتي ډلو د کسانو په ګډون سره ترسره شوې
د فلسطین مقاومت په غزې باندې د اسرائیلو د جنګي الوتکو د حملو په غبرګون کښې په نیواکي فلسطین کښې ځینې سیمې په راکټونو او توغنیو وویشتلې.
د ایران پریس د خبر له مخې د اسرائيلو د رژيم پوځ نن وویل چې له غزې تړانګې څخه لږترلږه ۱۶۰ توغندي د نیواکي فلسطین په مختلفو سیمو کښې د صهیونیسټ میشتو ښارګیو په لور توغول شوي دي.
صهیونیسټي رژيم د امریکې په ملاتړ او د نړیوالو ټولنو په چپتیا سره په غزې باندې یوځل بیا سخت بریدونه کړي او یو بل انساني ضده جنایت یې ترسره کړ.
صهیونیسټي رژیم هره څه موده پس د غزې په شمول د فلسطین په مختلفو سیمو بمبارۍ او بریدونه کوي او په کښې د فلسطنیانو د کورونو پر ورانیدو سربیره بیګناه ښځې او ماشومان او سړي هم شهیدان کیږي..