Aug 07, 2022 14:51 Asia/Kabul
  • صهیونیسټي رژيم  پر وژلو اوجنایتونو ولاړ دی

سید حسن نصر ا...دغه راز ووئيل ، ځیني رژيمونه غواړي،مونږ قانع کړي چې اسرائيل د سولې کونتره ده ،خو دغه رژيم پر وژلو او او جنایتونو ولاړ دی.

زمونږخبریال راپور راکړ، د لبنان د حزب ا... ولسی غورځنګ عمومی منشي سید حسن نصر ا... بیګا د لبنان د جنوبی بیروت په ضاحیّه سیمې کې د محرم په دستورو کې پخپلې وینا کې په غزې تړانګې دوحشي صهیونیسټي رژيم د حملو په غبرګون کې  ووئيل،ددغه وحشي اوجنایتکار رژيم  بنیاد په وژلو او جنایتونو ولاړ دی .

سید حسن نصر ا...دغه راز ووئيل ، ځیني رژيمونه غواړي،مونږ قانع کړي چې اسرائيل د سولې کونتره ده ،خو دغه رژيم پر وژلو او او جنایتونو ولاړ دی.

  هغه ووئيل هغه څه چې  په غزې کې رامینځةشوي دي،د اسرائیلو ښکاره اوواضح تیري او مستقیم جنایت دی ،ځيني کسان د حقیقت په اپوټه ښودلو پسې دي،په داسې حال کې چې اسرائيل پر جنایتونو تکیه کړې ده.

 د لبنان د حزب ا... غورځنګ عمومی منشي زیاته کړې ده،ددغو یرغلونو په وړاندې چُپتیا او ورته ځواب نه ورکول،دښمنان د فلسطینیو رهبرانو په ضد لازیاتو ترورونو ترسره کولو ته لمسوي. صهیونیسټي رژيم پوهیږي،چې مقاومت له تیر وخته لازیات پیاوړی دی.

  سید حسن نصر ا... په دوام کې وئيلی دي ،په لینان او فلسطین کې مقاومت ثابته کړې ده چې  نیواکګر رژيم پوځ   ماته خوري او خوار او ذلیل کیږي. 

  هغه په دوام کې ووئيل، تجروبې ثابته کړې ده ،چې امریکا په سیاست او میدان کې ماته خوري، هماغه شان چې په عراق،افغانستان،ایران،یمن،لبنان،سومالیا،ونزویلا او کیوبا کې  ئې ماته خوړلې ده .سید حسن نصر ا... د خپلې وینا په یوې بلې برخې کې جوته کړه ،ددښمن یوه بله دوکه او چلول،پروپیګنډه او پر نورو تپل ديڅو عمومي افکاروغولوي،کله کله دجنګ په وخت یوه پروپيګنډه دهغه برخلیک بدلوي .

 

ټیګونه