Aug 07, 2022 15:40 Asia/Kabul
  • د  رهبرانو ترور به  په فلسطین کې د مقاومت مبارزه ونه دروي

د حماس غورځنګ ویندوي ووئیل،نیواکګر او تیریګر رژيم  جنایتونو ته په ځواب او د الاقصی جومات په دفاع کې د مقاومت دغه شجاعت یوځل بیا د هغه فلسطین دملت په ګټه د نښتو په ختمولو کې د مقاومت پر توانمنیو باندې یوځل بیا ټپه وهلې ده،چې دددغه ټاټوبی په حقه خاوند دی.

د فلسطین دحماس غورځنګ ویندوي ټینګار کړی،د وحشی صهیونیسټانو په لاس به د فلسطینی مقاومت د مشرانو ترور،په درست فلسطیني ټاټوبي کې د مقاومت مخ په وده بهیر ونه دروي.

د فلسطین داسلامی مقاومتي غورځنګ حماس ویندوي حازم قاسم نن په یولړ څرګندونو کې ووئيل،نیواکګر رژيم  ګمان کوي ،د مقاومت مشرانو په ترور سره په فلسطنیي ټاټوبي کې د مقاومت مخ په وړاندې لاره بندولی شي،خو تجروبو ښودلې ده چې مقاومت د خپلو رهبرانو په شهیدیدا سره  لازیات قدرتمند او هوډمن کیږي.

حازم قاسم دغه راز ووئيل،شجاع مقاومت،د فلسطین مقدساتو او ملت په ضد د نیواکګررژيم جنایتونو ته په ځواب کې دخپلې مقدسې دندې ترسره کیدا ته دوام ورکوي.

ټیګونه