Aug 08, 2022 07:20 Asia/Kabul
  • د مقاومت توغندیو وحشی  صهیونیسټي رژيم اوربندمنلوته اړکړ

د سید حسن نصر ا .. خبرې له دې وروسته بیانیږي چې  بلاخره د مقاومت توغندیو له دې وروسته چې د نیواکي ټاټوبو له اوسیدونکو ئې امنیت سلب کړ، تیریګر صهیونیسټي رژيم  د اور بند موافقې منلو ته اړ کړ.

د لبنان دحزب ا... ولسی غورځنګ  عمومی منشي بیګا د محرم د عاشورا شپې په دستورو کې ووئيل،روښانه او څرګنده ده چې  اوس دا اسرائیل دي چې په اوبند پسې شي،ځکه نور د لازیاتو توغندیو زغم نه لري او دمقاومت توغندیو د اور بند موافقې  منلو ته صهیونیسټي رژيم اړ کړی دی.

ایرنا خبری اژانس راپور ورکړ،  سید حسن نصر ا... ووئيل، د فلسطین د ځواب ورکولو پر شجاعت ټينګار کوم،ځکه چې که  دالجعبری شهید ترور بې ځوابه پاتې وائ،نو جنایتکار او وحشي صهیونیسټي رژيم  دغه کار ته دوام ورکاوۀ.

   هغه ووئيل، په فلسطین کې مقاومت دلبنا ن په شان وتوانید، دخپل ملت دفاع وکړي او  په ملاتړاو مخه نیونې او پر صهیونیسټي دښمن د خپلو شرطونو په تپلو کې  نوي معادلات اثبات کړي.

د سید حسن نصر ا .. خبرې له دې وروسته بیانیږي چې  بلاخره د مقاومت توغندیو له دې وروسته چې د نیواکي ټاټوبو له اوسیدونکو ئې امنیت سلب کړ، تیریګر صهیونیسټي رژيم  د اور بند موافقې منلو ته اړ کړ.

 د اور بند دغه موافقه  د شپې مهال یولس نیمې بجې د مصر په مینځګړیتوب سره  اجرائي شوه .

 

 

 

ټیګونه