Aug 15, 2022 07:17 Asia/Kabul
  • ایران د افغانستان یو خیر غواړی ګاونډی هیواد دی

د  ایران د خارجه وزارت دکنسولي چارو مرستیال  په کابل کې د طالبانو د موقته حکومت دخارجه وزارت له سرپرست  سره د دوو اړخیزو مسئلو په باب  لیده کاته وکړل.

 د ایران اسلامی جمهوریت  له څه دپاسه څلویښت کلونه کیږي،چې د کابو پنځو میلیونو افغان کډوالو کوربه دی  او په اسلامی ایران کې له موجوده امکاناتو څخه د  ایرنیو ښاریزو په شان  استفاده کوي.

ایران پریس خبری آژانس راپور ورکړ،په افغانستان کې وروستي بدلونونه هم سبب شوي چې  دافغان ښاریزو  د پناه غوښتې یوه ستره څپه  د  ایران په لور وخوځيږي  او دایران اسلامی جمهوریت  دظالمنانه بندیزونو له امله  له اقتصادي  مشکلاتو سره سره  او د نړیوالو مرستو له ترلاسه کولو پرته، ایران ته ددوي د واریدیدا هیڅ خنډ نه دی جوړ کړی او  ددغو کډوالو لپاره یو ښه  کوربه هیواد دی.

د ایران د خارجه وزارت د کنسولي چارو مرستیال  رضا بیګدلی پرون ناوخته  په  کابل کې د طالبانو د موقته حکومت د خارجه وزارت له سرپرست امیر خان متقي سره  په کتنې کې  ووئیل ، د دوو ګاونډيو هیوادونو په توګه دایران او افغانستان ښې اړیکې،د ایران دبهرني سیاست د اصولو برخه ده او تهران  ګاونډیانو ته خاص توجه لري،ددې په ترڅ کې چې  له ګاونډیانو هم همداسې تمې لري.

بیګدلي  ددې خبرې په کولو سره چې د ایران خارجه وزارت د ګاونډیانو ترمینځ په تګ راتګ کې د آسانتیاؤبرابرول خپلې دندې ګڼي هیله وښودله، افغانستان  په زړه پورې ثبات ته ورسیږي او ددواړو هیوادونو ترمینځ له ویزو پرته تګ راتګ وشی، په دې شرط چې خلک خپلو هیوادونو ته وګرځي.

 هغه دغه راز د افغانستان  له خارجه وزیره وغوښتل  د  ایرانیو تاجرانو مشکلات دې حل کړي .  دافغانستان   خارجه وزیر هم د دوواړخیزو ملګرتیاؤ او غږملتیاؤ د برابرولو په ژمنې ورکولو سره ، ددواړو هیوادونو  داړیکو اوسنۍ سویه ښه وبلله .  کابل ته دایران د خارجه وزارت د کنسولي چارو دمرستیال  دسفر موخه، ایران ته دافغانستان دخلکو د سفر  آسانول او دنورو کنسولي  مشکلاتو ارزول بلل شوي دي.

 

ټیګونه