Aug 17, 2022 06:28 Asia/Kabul
  • د عراق سیاسی لوري نن سره مهمه غونډه کوي

د عراق لومړي وزیر مصطفی الکاظمي  پرون په یولړ څرګندونو کې ټينګار کړی دیپه دغه هیواد کې دسیاسی بندون دحل لپاره باید  ملی خبرې اترې او همفکري ترسره شي.

فارس خبری آژانس راپور ورکړ، دعراق لومړي وزیر مصطفی الکاظمي  په یوې اعلامیې کې د عراق له درستو سیاسی ګوندونو اوډلو ټپلو غوښتي دي چې  دصدر اعظمۍ په ماڼۍ کې د چارشنبې ورځې یعني دنن په کیدونکي ملی غونډې کې ګډون وکړي څو د اوسنی سیاسی بحران لپاره کومه لاره چاره ولټول شي او دعراق تاؤتریخجن وضعیّت آرامه کړي.

  هغه دعراق له درستو ملي پالو لورو  وغوښتل چې  له ولسی او رسندوئي تاؤتریخوالي دې لاس واخلي او خپل وړاندیزونه دې  پخپلو کې سره  په ملی خبرواترو کې مطرح کړي.

 الکاظمی په دوام  کې ټينګار وکړحکومتي  اورګانونه او پوخي او امنیتي ادارې ، په سیاسی اختلافاتو کې دهیڅ یوه لوري ملاتړ نه کوي ،بلکې د دوي تمرکز په دې دی چې  سیاسی بحران د  ملت او خلکو پر امنیت او ګټو کومې اغیز ې ونه شیندي .

د مصطفی الکاظمي له خوا دغه  اعلامیه په داسې حال کې  خپره شوې ده چې  عراق له اوږدې مودې راهسې له سیاسی بحرانه کړیږي  او پارلیماني انتخاباتو له لس میاشتو تیریدا وروسته تر دې دمه  ددغه هیواد ولسمشر  او نوی لومړی وزیر نه دی ټاکل شوی. هغه څه  چې اوس  عراق  ورته اړتیا لري ، دډلو ټپلو سیاسی عقلانیّت  او پر ګوندي ګټو باندې د ملی ګټو برلاسه کیدل دي او دا موخه به یوازې دسیاسی خبرواترو له لارې ترلاسه شي .

 

ټیګونه