Aug 20, 2022 06:22 Asia/Kabul
  •   الحشد الشعبی ځواک دعراق په مرکز کې د داعشي تکفیریانو حمله ناکامه کړه

 په عراق کې د داعش له ماتې سره سره هماغه راز د بغداد ولایت ، دیاله ،نینوا،صلاح الدین،کرکوک او الانبار ولایتونو په ځینو سیمو کې  ددغې ترهه ګرې ډلې  پاتې شونې  شتون لري.

 ایرناخبری اژانس  د الاعلام لمقاوم خبری چینل له قوله راپور روکړی، دعراق دالحشد الشعبي  ځواک ۲۲یونټ   پرون  دعراق په مرکز د داعشي جنایتکارو  حملې ناکامې کړي دي.

 په عراق کې د داعش له ماتې سره سره هماغه راز د بغداد ولایت ، دیاله ،نینوا،صلاح الدین،کرکوک او الانبار ولایتونو په ځینو سیمو کې  ددغې ترهه ګرې ډلې  پاتې شونې  شتون لري.

په راپور کې وئيل شوي دي،په دغو عملیاتو کې د تکفیریانو احتمالی مرګ ژوبلو شمیر او نورو جزیاتو ته کومه اشاره نه ده شوې .

د داعش تکفیری ترهه ګرې ډلې پاتې جنایتکارو په وروستیو میاشتو کې د عراق په مختلفو سیمو په تیره بیا ددغه  هیواد په لویدیځي سیمو کې د ترهه ګرو عملیاتو او  دنفوذ لپاره ډيرې هلې ځلې کړي دي، خو ناکام شوي دي په دې مینځ میان کې  امریکائي پوځيانو هم د ترهه ګروډلګیو  لپاره د یوه ملاتړي چت د رامینځکولو لپاره  په کرتو هڅې کړي ،څو له  جنایتکارو څخه دعراق په صحنې کې د  خپلو خطرناکو موخو دتحقق لپاره  استفاده وکړي.

 

ټیګونه