Sep 24, 2022 06:06 Asia/Kabul
  • د سورئې په درعا کې اوه داعشی جنایتکار هلاک شول

د سورئې د الرقه ښار  او په عراق کې د موصل ښار له آزادولو سره سره  او  دغه راز د داعش تکفیری ترهه ګرې او جنایتکارې ډلې دادعائي خلافت  په له مینځه تلو سره سره ، ددغې جنایتکارې ډلې ځيني غړي  اوس هم وخت په وخت ددغو هیوادونو په ځينو سیمو کې تیت پرک عملیات کوي او عامو خلکو په ضد اقداماتو ته دوام ورکوي.

د سورئې سانا رسمي خبري آژانس پرون ناوخته راپورورکړ ، د سورئې یوې امنیتی سرچینې  ووئيل،ددغه هیواد په جنوب کې واقع درعا په شمال لویدیځي سیمو کېد سورئې د پوځ  په یولړ پاکونکو عملیاتو کې اوه داعشي تکفیری ترهه ګر هلاک او یوشمیر نور هم ټپیان شوي او د دوي یوشمیر پټنځایونه او دوسلو ګودامونه هم تباه  کړئ شوي دي .

د سورئې د الرقه ښار  او په عراق کې د موصل ښار له آزادولو سره سره  او  دغه راز د داعش تکفیری ترهه ګرې او جنایتکارې ډلې دادعائي خلافت  په له مینځه تلو سره سره ، ددغې جنایتکارې ډلې ځيني غړي  اوس هم وخت په وخت ددغو هیوادونو په ځينو سیمو کې تیت پرک عملیات کوي او عامو خلکو په ضد اقداماتو ته دوام ورکوي. خو د سورئې او عراق وسلوال  او ولسی ځواکونه او دمقاومتي چورلیز موقعه پيژند ځواکونه  داعشي ترهه ګرو ته هیڅکله هم موقعه په لاس نه ورکوي څو عامو خلکو ته کوم تاوان ورسوي او وخت په وخت د دوي په ضد په پآکونکو عملیاتو کې ئې تر یوه حده پاتې جرړې هم  ورختموي .

 

ټیګونه