Sep 27, 2022 15:47 Asia/Kabul
  • د عراق د پارلیمان له مشرۍ استعفا څخه د الحلبوسي هدفونه

عراق له امنیتي پلوه ارامې ورځې تیروي خو له سیاسي نظره په دغه هیواد تراوسه ارامښت ندې واکمن شوې

خبري سرچینو د پارلیمان له مشرۍ د محمدالحلبوسي د استعفا خبر ورکړی او ویلی یې دي چی ټاکل شوی ده د راتلونکی شورو ورځې په غونډه کې د استازیوپه وسیله دغه موضوع وجاجول شی .

عراق له امنیتي پلوه ارامې ورځې تیروي خو له سیاسي نظره په دغه هیواد تراوسه ارامښت ندې واکمن شوې . په عراق کی د پارلیمانی انتخاباتو له ترسره کیدا کابو یو کال تیریږی اود دغه هیواد سیاسي ډلې تراوسه د ولسمشر او لومړی وزیر د معرفی کولو لپاره موافقې ته ندي رسیدلي . د ټاکنو له ترسره کیدا وروسته  یوازې الحلبوسي د پارلیمان د مشر په توګه غوره شو . په عین حال کې له صدر ډلې سره اړونده استازیو استعفا سبب شوه د عراق د پارلیمان جوړښت بدل شي ځکه چی د صدر ډلې پورې اړونده ډیرې څوکۍ د شیعه غږملتیا چوکاټ ته بیل شوې .

اوس د ۲۰۲۱ کال د اکتوبر د انتخاباتو د یوه کلنۍ په درشل کې د عراق د پارلیمان له مشرۍ د الحلبوسی د استعفا خبر خپور شو . داسې ښکاری دغه استعفا دوه احتمالي هدفونه لري .

لومړې هدف دا دې چی حلبوسی هڅه کوی د پارلیمان په نویو استازیو سره په پارلیمان کې خپل سیاسی وزن او باور وټاکی او یوډول په پارلیمان کې خپل وزن زیات کړی . الحلبوسی له دې مخکې په داسې حال کې چی د پارلیمان ۷۳ استازي له صدر ډلې سره تړلي وو ، د پارلیمان د مشر په توګه انتخاب شوی وو . په بله وینا د پارلیمان اوسنی ۷۳ استازیو د محمد الحلبوسی ته د باور رای په بهیر کې شتون نه درلوده او داسې ښکاري حلبوسی هڅه کوی له نوی پارلیمان دباور رایه ترلاسه کړی .

د عراق سنی سیاسی څیره او د پارلیمان پخوانی استازی مشعان الجبوری د الحلبوسی د استعفا په اړه وویل د هغه هدف د باور راې بیا ترلاسه کول او د استعفا د غوښتنې له ردیدا وروسته د هغه له نوی ایتلاف ملاتړ دې . د عراق د کردستان دیموکرات ګوند استازی ماجد شنکالی هم په دې اړه وویل د الحلبوسی استعفا به په هغه د باور راې د تجدید او د هغو کسانو د ملګرتیا چی مخکې یې ورته رایه نه وه ورکړی ، سبب شی .

له استعفا د الحلبوسی بل هدف دا دې چی د شیعه د غږملتیا د چوکاټ د سیاسی کړچار جاج واخلی . داسې ښکاری د شیعه د غږملتیا چوکاټ د لومړی وزارت د څوکۍ لپاره د محمد شیاع السوډانی په معرفی کولو ټینګار لری . په همدې لړ کې شیاع السودانی د خپل حکومت لپاره ۲۳ ګوڼه پروګرام ټاکلی دې چی له فساد سره مبارزه او د خلکو د معیشتی وضعیت ښه کولو یې د پروګرامونو په سر کې دي . پر دې سربیره په وروستیو کې د عراق په رسندویو کې د هادی العامری ، محمد الحلبوسی اونیچروان بارزانی ترمینځ د درې اړخیزه غونډې د ترسره کیدا خبرونه خپره شوی دي . په دې اساس د شیعه غږملتیا جوکاټ له لوری د شیاع السودانی د معرفی کیدا احتمال زیات شوی دی .

په پارلیمان کې د شیعه غږملتیا چوکاټ د استازیو شتون او د د عراق د پارلیمان د مشرۍ لپاره الحلبوسی ته د هغو یوډول رایو ورکول د شیاع السودانی په اړه د الحلبوسی او د هغه تر نظر لاندې ډلې کړچار هم وټاکی . وروستۍ خبره دا چی د الحلبوسی استعفا په داسې شرایطو کې اعلان شوه چی هغه په پارلیمان کې د خپلې بیا باور راې او مشرۍ په ترلاسه کولو ډاډمن دې .

 

 

ټیګونه