Sep 29, 2022 14:27 Asia/Kabul
  • د اردن په لوېدیځه غاړه باندې د صهیونیستانو یرغل

د اردن د سیند په لوېدیځه غاړه کې د صهیونیستي رژیم د وحشي ځواکونو په برید کې ۱۲ فلسطینیانو ته مرګژوبله واوښتل.

د القدس العربي له راپور سره سم، د فلسطین د سره میاشتې کمیټې ویلي چي د اردن د سیند د لوېدیځي غاړې په دورا ښار باندې د صهیونیستي نیواکګرو په برید کې ۱۲ فلسطینیان ژوبل شوي دي.

د فلسطین د سره میاشتې د کمېټې په بیانیه کې راغلې چي صهیونیستانو په ملکې وګړو باندې په برید کې له جنګي مردکو، پلاشتیکي مردکو او زهرجن ګېس څخه کار اخیستي دي.

تېره ورځ هم صهیونیستي ځواکونو د جنین په کېمپ باندې په یرغل کې د شهید رعد حازم کور یې تر محاصرې لاندې ونیوه او د مقاومت له ځواکونو سره یې نښته وشوه.

د تیرې ورځې په نښتو کې هم عبد حازم په شهادت ورسېده او ۴۴ تنه نور ټپیان شول.

 

ټیګونه