Sep 30, 2022 06:05 Asia/Kabul
  • د لبنان حزب به امریکا ته اړونده ولسمشر و نه مني

زمونږ خبریال وايي د لبنان د حزب الله د اجرايي شورا مشر سید هاشم صفي الدین وویل دغه غورځنګ به اجازه ورنکړي داسې ولسمشر دې انتخاب شي چې په امریکا پورې اړونده وي.

هغه د لبنان له خلکو وغوښتل چې د امریکا له سیاستونه ځانونه لیرې کړي.

صفي الدین ټینګار وکړ ځینې کسان غلطۍ کوي چې په هرو انتخاباتو یا په راتلونکي پلان کښې چې د لبنان د ژغورلو لپاره دی د امریکا د ګټو د تامینولو هڅه کوي.

د لبنان د حزب الله لوړرتبه غړي هاشم صفي الدین په هیواد کښې د ولسمشر د انتخابولو په هکله د امریکا ملاتړو ته خبرداری ورکړ حزب الله به اجازه ورنکړي او نه مني چې د لبنان په خلکو داسې ولسمشر وروتپل شي چې په امریکا پورې تړلی وي او د امریکا پیروۍ کوي.

پرون د لبنان د ولسمشر د انتخابولو لپاره د پارلمان غونډه وشوه او له یوسل اتویشتو استازیو څخه یوسل دوه ویشتو غړیو په رایو اچولو کښې ګډون وکړ.

د لبنان پارلمان وروسته له دې چې هیڅ یو کاندید ونه توانید د استازیو په دریو کښې دوې برخې رایې ترلاسه کړي د نوي ولسمشر په انتخابولو کښې ناکامه شو.

سعودي عربستان ، امریکا ، فرانسه ، بریتانیا او ځینې عرب او اروپايي هیوادونه کوشش کوي چې په لبنان کښې د خپلې خوښ ولسمشر واک ته ورسوي.

 

ټیګونه