Oct 01, 2022 14:07 Asia/Kabul
  • د صهیونیستي رژیم له لوري د فلسطینیانو ټرور او بمبار ته د مقاومت غبرګون

د فلسطین مقاومتي ډلو د بمبار او ټرور په هکله د صهیونیستي رژیم د لوی درستیز د ګواښ په ځواب کې ویلي چي په دې کار سره، به صهیونیستي رژیم له یوې درنې جګړې سره مخامخ شي.

د صهیونیستي رژیم د وحشي ځواکونو لوی درستیز آویو کوخاوي د اسلامي جهاد د غورځنګ  او د فتح د الاقصی د کنډک او همدارنګه د اردن د سیند په لوېدیځه غاړه کې د حماس د جګپورو چارواکو د ټرور او هوایي بریدونو سره موافقه کړې ده.

د صهیونیستي رژیم د ورځپآڼې  یدیعوت احارانوت  له راپور سره سم، صهیونیستي رژیم له دې مخکې د اردن د سیند په لوېدیځې غاړې باندې له هوایي بریدونو له ټرورونو پرهېز کاوه خو د دې رژیم لوی درستیز د فلسطیني مقاومتي ډلو د ځپلو نوې لارښوونې کړې دي.

د ایرنا له راپور سره سم، د اسلامي جهاد غورځنګ، د حماس د غورځنګ د فتح د غورځنګ او د نورو مقاومتي ډلو فوځي چارواکو د اردن د سیند په لوېدیځه غاړه جنین کېمپ کې د فلسطیني شهیدانو په مراسم کې راټول شوي او صهیونیستي رژیم د لوی درستیز د ګواښونو په ځواب کې ویلي چي د فلسطیني مقاومت د مشرانو د ټرور په صورت کې به دغه منحوس رژیم له سخت غبرګون او د جګړو له یوې نوې څپې سره مخامخ شي.

په دې وروستیو کې صهیونیستي رژیم په پرلپسې توګه د فلسطین په مختلفو سیمو باندې برېدونه کوي او حتي د ښوونځی په ماشومانو هم رحم نه کوي.

تیرو ورځو کې څو تنه واړه ماشومان په ښوونځیو کې د صهیونیستي رژیم د وحشي ځواکونو له لوري یرغمل شوي او یو واړه فلسطیني ماشوم هم وژل شوی دی.

 

 

 

ټیګونه