Oct 01, 2022 16:16 Asia/Kabul
  • د اسرائیل رژیم په وړاندې د ایټمي نړیوال اژانس په دوه ګوني چلند د کویټ نیوکې

په ویانا کې د ملګرو ملتونو او نړیوالو اداراتو لپاره د کویټ دائمي استازی له نړیوالې ټولنې غوښتنه وکړه چي د اسرائیل رژیم مجبوره کړي څو د ایټمي وسلو د ختمولو تړون ته غاړه کښېږدوي.

په ویانا کې د کویټ دائمي استازی طلال الفصام د ایټمي انرژیو د نړیوال اژانس په ۶۶ غونډه کې وویل: د صهیونیستي رژیم ایټمې تاسیسات باید د نړیوال اژانس تر بشپړه څار لاندې راشي.

هغه له دې څخه د حیرانتیا په ښودلو چي ولې د اسرائیل د رژیم د ایټمي فعالیتونو او ایټمې وسلو په ګواښونو سترګې پټیږي، وویل: اسرائیل رژیم د ایټمي انرژیو د نړیوال آژانس له پلټنو او د ایټمې وسلو د ختمولو له تړون سره مخالفت ته دوام ورکوي.

د کویټ استازی یادونه وکړه چي د اسرائیل ورانوونکی ایټمې فعالیتونه د سیمې د امنیت لپاره جدي ګواښ رامینځ ته کړي او په سیمه کې د حالاتو د کړکېچن کېدو سبب ګرځېدلی دی خو دې ټولو سره سره، لاهم دغه رژیم د نړیوالو پرېکړه لیکونو څخه سرغړونو ته دوام ورکړي.

په داسي حال کې چي صهیونیستي رژیم د ایټمي انرژیو نړیوال اژانس استازو ته د پلټنې اجازه نه ورکوي او ایټمې ډله وژنې وسلې جوړي کړي خو نړیواله ټولنه او لوېدیځوال د دې رژیم په خطرناکو تېروتنو سترګې پټوې او د ایران د ایټمي سوله ایزو فعالیتونو پسې چي نړیوالو پلټنو ته سهولتونه رامینځ ته کړي پلمې لټوي او د بندیزونو په لګولو سره، فشار راولي.

صهیونیستي رژیم په لوېدیځه اسیا کې یوازنی هیواد دی چي خطرناکه ایټمې وسلې لري او د امریکې او لوېدیځوالو د ملاتړ په نتیجه کې د نړیوالو اداراتو له تعقیبونو او پلټنو څخه ژغورل شوی دی.

 

 

 

ټیګونه