Oct 04, 2022 16:01 Asia/Kabul
  • په یمن کې د اور بند د ناکامیدا دلیلونه،پایلې او د سعودیانو لالهاندي

په یمن کې د جنګ  اوربند له دوه ځله تمدیدیدا وروسته نهایتا له ماتې سره مخ شو او لوري  د اوربند په تمدیدیدا کې سره پخلا نه شول.

 

 په یمن کې اوربند ددغه هیواد په ضد دسعودي ائيتلاف د جنګ د اوو کلونوجنایتونو په پای او د ملګروملتو داستازي په مینځګړیتوب سره ترلاسه شوی  او د تیر اپریل میاشتې له دوهمې د دوو میاشتو لپاره پیل شو او دوه ځله هم  دغه اوربند تمدید شو. اوربند په داسې شرائطو کې اجرائي شو چې  د ملګروملتو د سرمنشي په اعتراف سره ،یمن  د اوه کلن جنګ له امله په نړیواله سویه له ترټولو بوږنونکي  انساني ناؤرین او بحران سره سره مخامخ شوی ؤ. پوښتنه دا ده چې  دغه اوربند ولې د د ریم ځل لپاره  تمدید نه شواو یا په  دایمی اوربند بدل شوی نه دی.؟

 لومړی دلیل ئې دا دی چې  د اوربند له ټينګیدا موخه دا وه چې په پیل کې  جنګ ودریږي او د امکان په بڼه کې د یمن والو لپاره د انسان دوستۍ د مرستو د لیږدولو امکان برابرشي. له دې سره سره،په تیرو شپږو میاشتو کې یمن والو په کرتو د سعودیانو په وسیله د اوربند د خلاف ورزۍ په باب خبرداری ورکړی او وئيلي ئې  وو،چې  سعودي لوري د اوربند مادو ته پابنده نه دی . که څه هم اور بنددیمن په جنګ کې دځينو غوټو د پرانیستو سبب شو ،خو سعودي لوري  د الحدیده بندر دکلابندۍ له لغوه کولو ډډه وکړه او د خپلې خوښې په اساس ئې د انسان دوستۍ د مرستو د لیږد اجازت ورکړچې په عمل کې ئې په یمن کې د انساني بحران پر کمیدا څه خاص اغیزې نه دي درلودلي.

پر دې سربیره، اوربندددې سبب  نه شو چې یمن وال  دخپلو تیلو د پلورلو امکان پيدا کړي او دخپلو کارمندانو تنخواګانې ورکړل او  دغه راز دخپلو ضرورتونو کومه برخه تامین کړائ شي. په  حقیقت کې اوربند او د یمن والو دحملو دریدا سبب شوه سعودیان  او  اماراتیان د یمن دتیلی سرچینو غلا کول په لا آرام او آسانۍ سره ترسره کړي او اجازت ورنکړي،یمن وال د خپلو تیلي عایداتو  خاوندان شي. دسعودیانو اخستون  داؤ چې له تیلی عایداتو څخه د یمن د ملی نجات حکومت استفاده  د دوي لپاره د لازیات رواوالي او مقبولیّت برابرولی شي او دا د ریاض او دهغو دمتحدانو  له ګټو سره په تضاد کې دي.

Image Caption

 

په یمن کې د اوربند دناکامۍ بل دلیل دا دی چې د یمن دملی نجات حکومت له نظره،عربستان له دغه اوربنده دیمن والو له هدفمنو حملو څخه  دمخنیوی او د قواؤ د نوي کولو لپاره د یوه فرصت په توګه  استفاده کړې ده.په بله معنا،په هغه وخت کې چې  اوربند پیل شو،سعودیان  له یوه پلوه د یمن د جنګ د اړخونو په باب دعمومي افکارو،او له بل پلوه د یمن والو د توغندوي او ډرونز دحملو په مخنیوي کې د ناکامۍ له امله تر دباؤ لاندې ورغلي دي.. په همدې دلیل ئې اوربند سره موافقه کړې څو له دباؤنو ځانونه وژغوري.

دغو دلیلونو ته په پام سره ، د یمن د ملی نجات حکومت خارجه وزیر هشام شرف وئیلي دي ،سعودي لوری د یمن دبحران دحل لپاره کومې لارې چارې ته په رسیدا کې جدي نه دی  او یوازې په ظاهري توګه  داوربند دتمدیدیدا غوښته کوي.

بل وروستی ټکی دا چې،په یمن کې د  اوربند ناکامیداپه دغه هیواد کې انساني غمیزې زیاتولی او هم د سعودیانو او اماراتیانو په ضد دیمن والو د حملو دنوي پړاؤ سبب کیدلی شي.  په همدې لړ کې  د یمن د پوځ  ویندوي جنرال یحی سریع په متحده عربی اماراتو او سعودي عربستان کې ټولو تیلی شرکتونو ته خبرداری ورکړی چې له دغو هیوادونو دې فورا ووځي او له خطرو سره دې ځانونه نه مخامخ کوي.

Image Caption

 

ټیګونه