Oct 05, 2022 05:39 Asia/Kabul
  • د یمن د اوربند نه تمدیدا ناهیلۍ کونکی دی

ایرنا خبري اژانس وايي د سعودي عربستان په مشرۍ د عربي تیریګر ائتلاف له کارړنګونو وروسته په یمن کښې د اوربند د موافقې له بیا نه تمدید کیدا او په تیرو وختونو کښې د سعودي عربستان لخوا د اوربند د موافقې له خلاف ورزیو وروسته د ملګروملتونو د سرمنشي ویاند د دغه مسلې په هکله ناهیلي او خواشیني څرګنده کړه.

د ملګروملتونو د سرمنشي ویاند اسټیفان ډوجاریک په نیویارک کښې د دغه موسسې په مرکز کښې په خبري کانفرنس کښې وویل دا ناهیلۍ کونکي خبره ده چې دواړو لورو د اوربند د تمدیدولو لپاره د نویو وړاندیزونو په هکله موافقه ونکړه.

هغه وویل د اوربند له نه تمدیدا سره سره خبرې اترې هماغه راز دوام لري او د یمن په چارو کښې د ملګروملتونو ځانګړي استازي هانس ګرونډبرګ په هغو لارو چارو باندې غور کولو ته چې د دواړو لورو لپاره د منلو وړ دي دوام ورکوي.

د یمن اوربند په تیرې یکشنبې ورځ پاې ته رسیدلی او تراوسه نه دی تمدید شوی.

مخکې د یمن د مرکچي پلاوي مشر محمد عبدالسلام ویلي وو چې د یمن مرکچي پلاوی د یمن د ملت په حق ټینګار کوي او تیریګر هیوادونه د اوربند د ماتي مسوول ګڼي.

دغه راز د یمن د لوړې سیاسي شورا مشر مهدي المشاط ویلي وو چې په هیواد کښې اوربند د سعودي عربستان د ائتلاف لخوا په بیا بیا خلاف ورزیو سره تقریبا له مینځه تللی دی.

 

ټیګونه