Oct 05, 2022 16:05 Asia/Kabul
  • د انګریزلومړنۍ وزیرې څرګندونې دبالفور اعلامیې دجنایت دوام دی

  ابوزهری زیاته کړې ده ،دغه شان څرګندونې د مونږ دهغې ملی موضوع په ضد د انګلستان دجنایتونو په دوام کې دي  چې  له سل کاله مخکې څخه د  بالفور په اعلامیې سره پیل شوي دي.

 د فلسطین د اسلامی مقاومتي  غورځنګ حماس یوه مشر د صهیونزم په ملاتړ کې د انګلستان د لومړۍ وزیرې د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې  ووئيل د تراس  دغه څرګندونې د بالفور داعلامیې د جنایت یوډول دوام دی. 

 انګریز لومړۍ وزیرې لیز تراس  چې له کابو یوه میاشت مخکې په انګلستان کې  دصداراعظمۍ څوکۍ ترلاسه کړې،د؛اسرائيلو د محافظه کارو دوستانو په نامې سره د ډلې په یوې غونډې کې  چې د انګلستان د محافظه کار ګوند  کې د صهیونیسټي رژيم  ملاتړي پارلیماني ډله  ده ټينګار وکړ ،زه یوه کلکه صهیونیسټي  او  د اسرائيلو ملاتړې یم.  الخلیج الجدید  خبری سایټ  راپور ورکړی، د حماس غورځنګ یوه مشر سامي ابوزهري  په یولړ څرګندونو کې ووئیل،له صهیونزم څخه دملاتړ په باب  د لیزتراس څرګندونې د فلسطین دملت په ضد دتیریو او دصهیونیسټ رژيم په صف کې ددریدا په معنا دي.

  ابوزهری زیاته کړې ده ،دغه شان څرګندونې د مونږ دهغې ملی موضوع په ضد د انګلستان دجنایتونو په دوام کې دي چې  له سل کاله مخکې څخه د  بالفور په اعلامیې سره پیل شوي دي. د حماس غورځنګ دغه مشر روښانه کړه،دغه  شان کسان دي چې د بې ګناه ماشومانو پر وژلو برغولی کیږدي  او دا د بشریّت لپاره یو ننګ او پيغور دی.

 

ټیګونه