Oct 06, 2022 05:08 Asia/Kabul
  • یمن په اماراتواوعربستان کې پانګوالو ته خبرداری ورکړ

د یمن د وسله والو ځواکونو ویاند یحیی سریع په یوه ټویټری پیغام کې په متحده عربی اماراتو او سعودی عربستان کې پانګوالو شرکتونو ته خبرداری ورکړ او له هغوی څخه یې وغوښتل چې ژر تر ژره دې له دغو هیوادونو ووځی.

په یمن کې د اوربند د مودې له پای ته رسیدو وروسته د دغه هیواد د وسله والو ځواکونو ویاند یو ځل بیا په اماراتو او سعودی عربستان کښې پانګوالو شرکتونو ته خبرداری ورکړ او له دغو هیوادونو یې وغوښتل چې هر څومره ژر چې فرصت ولری له دغو هیوادونو ووځی.

د یمن د وسله والو ځواکونو ویاند یحیی سریع په یوه ټویټری پیغام کې په متحده عربی اماراتو او سعودی عربستان کې پانګوالو شرکتونو ته خبرداری ورکړ او له هغوی څخه یې وغوښتل چې ژر تر ژره دې له دغو هیوادونو ووځی.

په یمن کې دوه میاشتنی اوربند په دغه هیواد کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي په منځګړیتوب د اکتوبر تر دوهمې د لسو میاشتو پورې له دوو تمدیدونو وروسته پای ته ورسید او د یمن د وسله والو ځواکونو ویاند په اماراتو او سعودي عربستان کې د تیلو ټولو شرکتونو ته خبرداری ورکړ.

د یمن د ملي نجات د حکومت د بهرنیو چارو وزیر هشام شرف هم ټینګار وکړ چې د سعودي عربستان تیریګر ائتلاف د اوربند په اړه جدي نه دی.

دغه یمنی وزیر دې ته په اشارې سره چې دغو پیښو د صنعا د خبرداریو حقیقت ثابت کړی دی او مقابل لوری هڅه کوی په ښکاره ډول د اوربند په غځولو سره یمن د کلینیکی مرګ په حالت کښې راولی .

 

ټیګونه