Oct 06, 2022 15:26 Asia/Kabul
  • د سعودي ائتلاف د تېریو په دوام سره به د تیری ګرو تیلې تاسیسات په نښه کړو

د انصارالله دغورځنګ سیاسي دفتر خبرداری ورکړ چي که سعودي عربستان او ورسره ملګرې هیوادونه د یمن محاصرې ته دوام ورکړي او د یمن د خلګو د پر حق غوښتنو ځواب نه ووایي نو مونږ به د امارات او سعودی تیلي تاسیسات په نښه کړو.

سعودي عربستان د امریکې، امارات او څو نورو هیوادونو په ملاتړ له ۲۰۱۵ میلادي کال را په دې په یمن باندې له سمندر، هوا او ځمکې برېدونه کوي او دغه هیواد یې تر سختې محاصرې لاندې نیولې او تر دې دمه یې لسګونه زره کسان یې ژوبل کړي او د ښځو او ماشومانو په شمول له ۱۶ زره زیات یمني وګړي وژلي دي.

په یمن کې د انصارالله د غورځنګ د سیاسي دفتر یو چارواکی «محمد البخیتی» د دې په بیانولو چي د یمن د ولس غوښتنې پر حق او عادلانه دي چي که پر ځای نه شي نو مونږ هم د امارات او عربستان د تیری ګرو هیوادونو په خاوره باندې برید خپل حق بولو، وویل: صنعا د سمندي اهدافو ضد توغندیو کې ځینې پرمختګونه کړي دي، که تیری ګرو هیوادونو د یمن محاصره ختمه نه کړي نو د هغوی په ضد به وکارول شي.

البخیتی همدارنګه زیاته کړه چي یرغلګرو هیوادونو د وسلو په زور سره، یمن ته د سوداګریزو، تیلي او اساسي توکو د کښتیو له راتګ څخه مخنیوی کوی نو ضروري ده چي مونږ یې هم ځواب ووایو.

 

ټیګونه