Sep 18, 2019 06:43 Asia/Kabul
  •  د عربستان تیل دیمن دمظلوم ولس له وینې لازیات ارزښت نه لری

محمد عبدالسلام زیاته کړې ،هغه کسان چې د تیلو دبازار په ثبات پسې دی ، باید دسعودی تیریګر ائیتلافه وغواړی ، دیمن په شد دې خپله کلابندی او بوږنونکی تیری ودروی که داسې نه وی ،نو هر هغه څوک چې دیمن دملت وینې ته بې احترامی کوی ، باید نتیجې ئې هم وزغمی .

 زمونږخبریال راپور راکړ  د یمن د انصار ا... ولسی غورځنګ  ویندوی  محمد عبدالسلام  په دې خبرې په ټینګار سره چې  نړیواله ټولنه باید  دیمن والو د غچ اخستنو د محکوم کولو په ځای، په یمن کې د آل سعود رژیم  څو کلن جنایتونه او عامې وژنې  محکومې کړی ، ووئیل ؛ د عربستان د  یمن دمظلوم ولس  د بې ګناه وینې بهونې  لازیات ارزښت نه لری .

 هغه د عربستان د آرامکو تیلی شرکت  په چاڼځایونون د  دیمن دبې پیلوټه الوتکو وروستیو  حملو په دلیل  دیمن په ضد محکومیتونو په غبرګون کط  روښانه  کړې ده ، که  په یمن تیری  ونه دریږی ، نو   دسعودی تیریګرو  ائیتلاف  په ضد به  وروپسې غچ اخستونکی عملیات  له دې نوره هم دردناک وی . 

ټیګونه

کمنټونه