Sep 20, 2019 15:21 Asia/Kabul
  • الحوثي: يمن د فوځي سازوسان له نظره له ډېرو قوت لرونکو هېوادونو سره د مقابلې په حال کښې دے

د يمن د انقلابي عالي کمېټۍ مشر له تيريګرو سر د دغه هېواد د ځواکونو په مقابلې باندې په تاکيد سره وويل، مونږ د مالي او فوځي نظره له ډېرو سترو هېوادونو سره د مقابلې په حال کښې يوو.

د المسيره چېنل د رپوټ له مخې محمد علي الحوثي د دې په بيانولو سره چې يمن به په ټولو سطحو کښې د دښمنانو له تيري سره د مقابلې په لړ کښې هلې ځلې وکړي زياته کړه، د وطن او يو آباد هېواد جوړولو لپاره د يمنيانو د واقعي ملګرتيا په لټه کښې يوو.

د يو بل خبر له مخې د يمن د انصارا... غورځنګ وياند محمد عبدالسلام په الحدیده بندر کښې د کيشتيو د بار خالي کولو مخنيوے يو جنګي اقدام وبلۀ او په دې باره کښې د ملګرو ملتو په بې اقدامۍ يې نيوکه وکړه.

 

 

ټیګونه

کمنټونه