Sep 21, 2019 06:20 Asia/Kabul
  •  په کربلا کی په چاودنې کی ۱۳ کسان مړه او ژوبل شول

عراقی سرچینو ویلی دی چی په یوه بس کی دننه بم چاودیدلې دې

زمونږ خبریال راپور راکوی  په دغه چاودنه کی چی د کربلا ولایت په شمال کی په یوې پلټونکی پوستې کی شوی ده ، نهه کسان مړه او ۴ نور ژوبل شوی دی .

عراقی سرچینو ویلی دی چی په یوه بس کی دننه بم چاودیدلې دې .

په عراق کی د داعش د ترهه ګرې ډلګۍ له ماتې سره سره تراوسه ددغه هیواد په بیلا بیلو سیمو کی د دغې ترهه ګرې ډلګۍ یو شمیر غړی شتون لری او کله نه کله ترهه ګر اقدامات ترسره کوی .

د داعش ترهه ګره ډله په ۲۰۱۴ میلادی کال کی د امریکا او د هغې د لویدیځو او عربی متحدانو په تیره بیا عربستان په مالی او پوخی مرستو سره په عراق په حملې سره پراخې سیمې ونیولې اوډیر جنایتونه یې وکړل .

 

ټیګونه

کمنټونه