Oct 10, 2019 06:43 Asia/Kabul
  • اوس وخت رارسیدلی دی چې امریکا په لویدیځې اسیا کښې له چټي ناختمیدونکو جنګونو ځان خلاص کړي .
    اوس وخت رارسیدلی دی چې امریکا په لویدیځې اسیا کښې له چټي ناختمیدونکو جنګونو ځان خلاص کړي .

فارس خبری اژانس وایی د لبنان د حزب الله د اجرایی شورا نائب رئیس «شیخ علی دعموش » دسوریې د کردانو په یوازې پریښودلو کښې د امریکا اقدام ته په اشارې سره وویل د لبنان ځینې خواوې چې په امریکا یې حساب کړی دی له دغه موضوع عبرت او درس واخلی .

هغه پرون وویل د مقاومت د له مینځه وړلو ، د یوه (۱)بل پرضد د لبنان دخلکو د هڅولو او د داخلی سولې د له مینځه وړلو لپاره د امریکا او دصهیونیسټ رژیم ټولې هڅې له ماتی سره مخ شوی دی او په لبنان دامریکا اوسنی دباونه به هم په صبر او د ملی وحدت په ساتلو سره کومې نتیجې نه ونه رسیږی .

دعموش ټینګار وکړ دسوریې له ختیځ او شمال څخه د امریکا شاتګ په سوریې کښې د امریکا د پروژې په ماتی خوړلو عملی اعتراف دی او ولسمشر ټرمپ او پخوانیو ولسمشرانو د صهیونیسټ رژیم د ملاتړ لپاره په سیمه کښې زیات جنګونه رامینځته کړل او  هغه وخت چې ونه توانیدل خپلو هدفونو ته ورسیږی نو د جنګ په چټی کیدا یې اعتراف وکړ.

د لبنان د حزب الله غورځنګ دغه غړی وویل امریکا نن سبا د سوریې په شمال کښې کردان یوازې پریښودلی دی چې په خپله په یوازې ځان له خپل برخلیک سره مخ شی هماغه راز چې مخکې یې  سعودی عربستان او متحده عربی امارات   یوازې پریښودل او دغه چاره ددې ښودنه کوی چې امریکا خپلو متحدانو ته اهمیت نه ورکوی او د امریکا په ملاتړ د دغو خواو او هیوادونو تکیه کول غلط کار دی .

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په یوه (۱) ټویټر پیغام کښې د سوریې له شمال څخه د امریکا د عسکرو د وتلو دکار پیلیدا ته په غبرګون کښې وویل اوس وخت رارسیدلی دی چې امریکا په لویدیځې اسیا کښې له چټی ناختمیدونکو جنګونو ځان خلاص کړی .

 

ټیګونه

کمنټونه