Oct 10, 2019 07:28 Asia/Kabul
  • د اعتراضونو او بلواو په رامینځته کولو کښې سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو، امریکا ، انګلستان ، هالینډ او ځینو نورو عربو او  اروپايي هیوادونو لاس لرلی دی .
    د اعتراضونو او بلواو په رامینځته کولو کښې سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو، امریکا ، انګلستان ، هالینډ او ځینو نورو عربو او اروپايي هیوادونو لاس لرلی دی .

فارس خبری اژانس وایی د عراق حکومت په هیواد کښې د بلواو په بهیر کښې د لسګونو کسانو له وژل کیدا وروسته درې (۳) ورځې عمومی ویر اعلان کړ .

د عراق د لومړی وزیر دفتر وویل له نن څخه په ټول هیواد کښې تر دریو ()ورځو پورې عمومی ویر دی .

په عراق کښې د ورستیو اعتراضونو په بهیر کښې یوسل څلور(۱۰۴) کسان وژل شوی  او څه دپاسه شپږزره (۶۰۰۰) نور ژوبل شوی چې اته وژل شوی کسان حکومتی عسکر وو .

ویل کیږی چې په عراق کښې د اعتراضونو او بلواو په رامینځته کولو کښې سعودی عربستان، متحده عربی اماراتو، امریکا ، انګلستان ، هالینډ او ځینو نورو عربو او  اروپایی هیوادونو لاس لرلی دی .

 

ټیګونه

کمنټونه